16/12/2021
نن شپاړسم دسمبر ده، په کمه ورځ سي د پښتون افغان وطن په لرغوني او تاريخي ښار پېښور کښې لکه د ګلونو تنکي ماشومان آرا کړل سول، په ډليزه توګه ووژل سول، لکه د غلبیل په ګولیو سوري سول، لکه سکاره په بارودو وسوځول سول، لکه څاروي په چاړو حلال سول او په خپلو وينو ولمبول سول.
دومره وحشت، بربریت او ظلم وسو خو بیا هم موږ په خپلو زنګونو سرونه زړولي او داسې تمثیل کوو چې موږ له هېڅ نه نه يو خبر يا دلته هېڅ نه دي سوي. خو دلته پوره زموږ يو نسل تباه سوى، دلته د انسانيت حد درجه تزليل سوى، دلته زموږ په غرور او راتلونکي باندې ملنډې وه وهل سوې. خو موږ د يو قام په حېث د خپل نسل وژني دغه لړۍ سي له کلونو راهیسې روانه ده د ژغورنې لپاره کوم ګام وا نه خست او نه مو کوم پلان یا ستراتيژي جوړه کړه چې آئنده به بل څوک داسې نه کوي.
زما پر وطن روان دغه پرېدي جنګ ته د پاى ټكي ږدلو لپاره موږ بايد غښتلې او کوټلې سیاست وکړو خپل یې کړو او یوه بشپړه سیاسي تګلاره باندې لاس پکار سو تر څو دې بورو ميندو د زړونو ملهم سو، د ورارو خويندو د زړونو ټکور سو، او دا خپل وطن له جنګه خلاص کړو.