UMARI JANAN

UMARI JANAN 😎😎😎 حطرناک جمعیتی۔ فالو کرو ورنہ۔۔۔۔۔۔😎😎😎🥷🥷

زمونږ د نن زمـــ!ني غير مقلدين« دعلم يتيمـــ!ن» ټول ورځ وګرځي- وګرځي چي په فقه حنفي کي داسي يوه مسئله ثــ!بته کړي چي ترڅ...
09/08/2026

زمونږ د نن زمـــ!ني غير مقلدين« دعلم يتيمـــ!ن» ټول ورځ وګرځي- وګرځي چي په فقه حنفي کي داسي يوه مسئله ثــ!بته کړي چي ترڅو محل د إعتراض وګرځي، او عوامو ته وښاي، چي ګويا فقه حنفي د قرآن او حديث ضد ده. العياذ بالله.

په همدي أســـ!س د علم يتيمــــ!ن په فقه حنفي بــ!ندي يو دا إعتراض کوي، چي ستـــ!سي په فقه کي راغلي چي د چـــ! ښځه ښائسته وي هغه به إمــ!م ګرځول کيږي او جمعي ته به مخکي کيږي..

نو زه په همدي أســ!س چي دغه بي‌بنياده او د بيت العنکبوت په رقم إعتراض دفعه کړم، غواړم څو کرښي وليکم.

لومړئ، دغه مسئله چيرته ذکر ده؟ دويم ددغي مسئلي مقصود اصلي څه شي دي؟
۱- دغه مسئله چيرته ذکر ده؟
دغه مسئله: د امام زین الدین ابن نجیم الحنفي رحمه الله په الأشباه والنظائر کې د امامت د ترجیحاتو په باب کي راغلي: اصل عبـــ!رت دادي
«وَمِنْهَا بَابُ الْإِمَامَةِ؛ يُقَدَّمُ الْأَعْلَمُ، ثُمَّ الْأَقْرَأُ، ثُمَّ الْأَوْرَعُ، ثُمَّ الْأَسَنُّ، ثُمَّ الْأَصْبَحُ وَجْهًا، ثُمَّ الْأَحْسَنُ خُلُقًا، ثُمَّ الْأَحْسَنُ زَوْجَةً، ثُمَّ مَنْ لَهُ جَاهٌ، ثُمَّ الْأَنْظَفُ ثَوْبًا...»
📚 الأشباه والنظائر لابن نجيم الحنفي، ج 4، ص 26، د «باب الإمامة» په بحث کي.

۲- مقصد ددغه مسئلي څه شي دي؟
علامة ابن نجيم رحمه الله په باب د ترجيحاتو کي اسبـــ!ب مرجحَ «۹» داني ذکر کړي دي. «۷» لمبر په کي دادي چي که چيرته په دغه مخکيني ترجيحــــ!تو کي ټول برابر وو، نو بيا به هغه کس مخکي کيږي چي ښځه يي ښائسته وي، اوس ولي؟
نو ددي په هکله علامة ابن عابدين الشامي رحمه الله په رد المحتـــ!ر، په حـــ!شيه، کي وائي: «قوله: ثم الأحسن زوجة؛ لأنه غالبًا يكون أحب لها وأعف لعدم تعلقه بغيرها. وهذا مما يعلم بين الأصحاب أو الأرحام أو الجيران، إذ ليس المراد أن يذكر كل منهم أوصاف زوجته حتى يعلم من هو أحسن زوجة.»

یعنې: دښځي ښائست په دي خــــ!طر سبب مرجحَ وګرځيدو، ځکه اکثره ښځي چي ښائسته وي، خاوند ته ګراني وي، ددي ګران والي له امله بلي ښځي ته نه ګوري، د بلي ښځي سره تعلق نه ســ!تي، او دبلي ښځي نه ځــ!ن بچ کوي، او ځان ساتل د محرمــ!تو نه دا هم يوه لويه تقوا ده.

ښا اوس سؤال دادي: چي د ښځي ښائست به ي سنګه معلومو؟ نو علامة ابن عابدين الشامي رحمه الله فرمائي چي د ښځي ښائست د هغه له ګاونډيانو او خپلوانو معلوميږي يا يي ګاونډيانو او خپلوانو ته معلوم وي، نو سړي به د خپلي ښځي اوصــ!ف نه ذکر کوي، بلکي خپلوان يي پيژني.

دغه خبره علامة ابن عابدين الشامي رحمه الله په رد المحتار على الدر المختار، کتاب الصلاة، باب الإمامة، ج 1، ص 558 کي ذکر کړي ده.

علامة طحطاوي رحمه الله په حاشية الطحطاوي، علی مراقي الفلاح، کي د ابن عابدين الشامي رحمه الله په شان خبره کوي خو وايي «ولو قيل أشدهم حبًّا لزوجته لكان أظهر.»
کــ!ش ويلي شوي چي چاته ډيره ښځه ګرانه يي، هغه دي مخکي شي نو دا خبره به ډيره خه وه.
حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح، ص 301، دار الكتب العلمية،
UMARI JANAN

Page risk k day.2k comment pkaar de💔💔
06/08/2026

Page risk k day.
2k comment pkaar de💔💔

"د یهـ،،ودیانو سره د وهـ،ابیانو موافقت"ډېر زر به درته تر دې عنوان لاندې د لیکنو یو بله لړۍ هم پیل کړم، د لیکنو په دې لړۍ...
06/08/2026

"د یهـ،،ودیانو سره د وهـ،ابیانو موافقت"
ډېر زر به درته تر دې عنوان لاندې د لیکنو یو بله لړۍ هم پیل کړم، د لیکنو په دې لړۍ کې به د یهـ،،ودیانو او وهـ،ابیانو اتفاقي عقائد درته مخې کېږدم إن شاء الله.
تاسو هم خپل قېمتي نظرونه راسره شریڪ ڪړئ!

وهابیانو صاحبانو ته وایم چې: سپکې سپورې، کنځلې او ټاپې لګول پرېږدئ، دا ډېر سپک کار دی، دا د قرآن او احادیثو مخالفت دی، کله چې ستاسو غلط عقائد درته مخې ته کېږدم نو بیا نران شئ د خپلو عقائدو دفاع په دلائلو سره وکړئ!
ولي الرحمن حسان

(۲) وهابیانو ته دویم عالمي چیـ...لنـج:👊دا چې وهابیان د تقلید په وجه د ټول امت تکفـ..یر کوي او دا خبره کوي چې مونږ اهل حد...
05/08/2026

(۲) وهابیانو ته دویم عالمي چیـ...لنـج:👊
دا چې وهابیان د تقلید په وجه د ټول امت تکفـ..یر کوي او دا خبره کوي چې مونږ اهل حدیث یو تقلید نه منو، صرف د قرآن او حدیث پسې روان یو، نو زه د ځمـ.ڪې پر مخ ټولو وهـ.ـابيانو ته چیـ...لنج ورکوم چې په کلّما سره طـ.ـلاق واچوئ چې تاسو په یوه مسئله ڪې هم تقلید نه کوئ...
هر وهـ.ابي چې دا خبره کوي چې مونږ تقلید نه کوو نو په کلّما سره دي طـ.ـلاق واچوي چې پته ولګیږي چې دوی تقلید کوي که نه، دا ګز او دا میدان.

✍🏻: ولي الرحمن حسان

که خپل حقـــــ!نيت په دا رقم دلائل ثابتیږي زه ترينه تير يم.، دانو اوس دليل شو د حقـــــ!نيت؟له پوسټ نه يي معلوميږي چي سړ...
03/08/2026

که خپل حقـــــ!نيت په دا رقم دلائل ثابتیږي زه ترينه تير يم.، دانو اوس دليل شو د حقـــــ!نيت؟
له پوسټ نه يي معلوميږي چي سړي امي دي، په جواب نه ارزي، خو د بعضي ورونو په غوښتنه، لنډ جواب به ورکړم.
جواب په دوه قسمه دي: لومړي جواب بالمثل، دويم جواب تحقيقي.
۱-جواب بالمثل: امام مهدي عليه السلام چي کله راشي، غير مقلدين « دعلم يتيمـــ!ن» به يي کلک مخالفة شروع کړي، ځکه امام مهدي عليه السلام به دوه رقمه خلق ځان سره يوځاي کوي ۱-مجتهدين ۲- مقلدين. وهــــ!بي کاکا چي راشي ورته وايي به: «لادريت، ولا تليت» فلهذا مخالف اوسه.

۲-جواب تحقـــيــقي: امام مهدي عليه السلام د حق او باطل څرګندولو لپاره راځي، او حق او باطل، په فروعي مســـ!ئلو نه څرګنديږي، ځکه دلته مسئله د اولی او خلافة اولی وي.
حـــق او بـــ!طل په عقــــ!ئدُ څرګنديږي: مثلا: احاديث مني؟ عذاب قبر مني؟ تقدير مني؟ ايمان بالله لري؟ ايمان بالرسول لري؟ حرام حلال ګڼي؟ ګناه ثواب ګڼي؟ وغيره.

غير مقلدينو ته: ما زر ځل ويلي چي تاسو او علم ډيره لري خبره ده، علم تقوا، ديانت او ورع غواړي، تــ!سو خو ټوله ورځ د مسلمـــ!ن په تکفير، تبديع کي تيروئ، او معلومه ده چي دا ډيره لويه ګناه ده.

غاښ ماتونڪی جواب:👇وهابي ڪاڪا خبره دي بیخي غلطه ده، د انڪـ،ـار حدیث فتـ،ـنه او د قادیانیت فتـ،نه دواړه د لامذهـ،بیت زېږند...
02/08/2026

غاښ ماتونڪی جواب:👇
وهابي ڪاڪا خبره دي بیخي غلطه ده، د انڪـ،ـار حدیث فتـ،ـنه او د قادیانیت فتـ،نه دواړه د لامذهـ،بیت زېږنده دي، حنفي هیڅکله د احادیثو او ختم نبوت نه انکار نه کوي ځکه چې هغه د خپل مذهب تابع وي او د خپل امام په رهنمائي کې په دین عمل کوي، څوک چې د وهابي په څېر د تقلید هار له غاړې وباسي او لامـ،ذهبه شي نو هغه یا منکـ،ر حدیث یا قادیاني او یا هم ملـ،،ـحد شي، ځکه خو علماء فرمايي چې: اللامذهبیة قنطرة اللادینیة، یعنې لامذهـ،بیت د بې دینـ،ـۍ پُل دی، زه به درته د اللهﷻ په توفیق سره ثابته ڪړم چې فتـ،نه انڪـ،ـارِ حدیث او فتـ،،نه قادیانیت دواړه د وهابیت غیر مقلدیت پیداوار دي...

:
د انڪـ،ـار حدیث فتـ،نې بنیاد اېښودونکي خلک عبدالله چکړالوي او پروېز دواړه وهابیان وو:
عبدالله چکړالوي او پروېز دا دواړه په خپل وخت کې د منکـ،رین احادیث امامان او سربراهان وو، دوی دواړه په اول کې غیر مقلدین وو، ملا محمد اسماعیل سلفي وهابي د دوی دواړو د وهابیت صفا اقرار کړی وګورئ! تحریک ازادي فڪر صـ ۱۸۸ ــ ترک تقلید کی نتائج صـ ۴۵.

مشهور منکـ،ر حدیث ملا اسلم جیراجپوري هم اول غیر مقلد وهابي و، او د وهابیانو لوی ملا و چې فخر به یې پرې کاوه، او ډېر کتابونه یې هم لیکلي وو، وروسته د احادیثو نه منکـ،ر شو. (تراجم علماء حدیث هند صـ ۳۸۸)

نیاز فتح پوري اول وهابي و او بیا منکـ،ر حدیث شو، ماسټر احمد دین امرتسري د "صلوة الرحمن" مصنف اول وهابي و او بیا منکـ،ر حدیث او قادیاني شو. (ماهنامه الخیر خصوصی نمبر سوانح حضرت اوڪاړوي صـ ۲۲۷)

:
مرزا غلام احمد قادیاني هم لامـ،ذهبه وهابي و، او وروسته یې د نبوت دعوه وکړه:
مرزا قادیاني پخپله اقرار کړی چې زه اهل حدیث یم. (سیرة المهدي، حصه دوم، صـ ۳۳۳)
د وهابیانو شیخ عنایت الله اثري لیکلي دي چې مرزا غلام احمد قادیاني اهل حدیث و، حنفي نه و. (العطر البلیغ في حیاة التبلیغ ۱۵۹)
د وهابیانو بل شیخ ملا محمد اسماعیل سلفي داسې اعتراف کوي: مرزا غلام احمد قادیاني غیر مقلد کېدی شي، هغه د حنفي فقهې پابند نه و، او نه یې د صحابه کرامو، تابعینو او ائمه سلفو په طریقه تلل خوښ و. (تحریک ازادي فکر صـ ۱۸۸)
د میرزا قادیاني ښځه او خسر دواړه وهابیان وو او د مرزا نکاح د وهابیانو شیخ الکل نذیر حسین تړلې وه چې په عوض کې یو جاینماز او پنځه روپۍ ترلاسه کړې وې. (سیرة المهدي، حصه اول، صـ ۵۱ ـــ اخبار اهل حدیث ۱۶ اپریل ۱۹۱۵ ء)

د غیر مقلدینو مشهور ملا د هندوستان د وهابیانو وکیل محمد حسین بیټالوي او مرزا قادیاني هم مکتبه وو، د حسین بیټالوي نه د قادیاني په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل: هو زه یې له ځوانۍ پېژنم، زه او مرزا صاحب د ماشومتوب نه هم مکتبه وو، او وروسته مې ورسره تل ملاقاتونه کول، او د یو بل سره مو د خطونو او خیالاتو تبادله کوله (سیرة المهدي ج ۱ صـ ۲۵۸ ــ براهین احمدیه ج ۷ صـ ۱۷۶)
غیر مقلد حسین بیټالوي به د میرزا قادیاني دومره احترام کاوه چې پخپلو لاسونو به یې ورته پڼې/چپلې سمولې، او په خپلو لاسونو باندې یې هغه ته اودس ورکول ستر سعادت ګڼلو. (مجدد اعظم صـ ۲۲)
د تاریخ احمدیت مصنف لیکلي دي:
د جون میاشت په ۱۸۸۷ ء کې زه د قادیان نه انباله ته د حضور (مرزا قادیاني) او د هغه د کورنۍ سره په سفر وم، د مولوي محمد حسین بیټالوي په ځای کې یوه شپه پاتې شوو، او مولوي صاحب د حضرت اقدس (مرزا ملعـ،،ون) او د هغه د کورنۍ لپاره پُر تڪلفه دعوت/مېلمستیا کړې وه. (تاریخ احمدیت صـ ۱۳۷۲)
غیر مقلد بیټالوي په چینیا والي مسجد کې خطیب و او مرزا قادیاني هم ورسره په هغه مسجد کې و، او مرزا د هغه مسجد دویم خطیب شو.
د مشهور وهابي ملا حسین بیټالوي یو جماعت شاګردان قادیانیان شول. (اشاعة السنة ج ۱۵ صـ ۱۴۴)
قطب الدین وهابي هم د ملا حسین بيټالوي وهابي شاګرد و چې بیا قادیاني شو. (اشاعة السنة ج ۱۶ صـ ۱۹۳)

حافظ محمد یوسف اول غیر مقلد و، په او بیا قادیاني شو (اشاعة السنة ج ۱ صـ ۱۱۴ ــ تجلیات صفدر ج ۵ صـ ۴۷۴)
په هندوستان کې د ټولو نه اول آمین بالجهر ملا شاه محمد فاخر اله آبادي د دهلي په جامع مسجد کې وویلو، په دویم ځل په اوچت اواز سره آمین حافظ محمد یوسف ویلی و. (نقوش ابوالوفاء صـ ۳۴، ۴۲)

حکیم نورالدین بهیر د مرزا قادیاني لومړنی خلیفه و، دی هم اول غیر مقلد وهابي او د وهابیانو لوی ملا و، بیا قادیاني شو، وګورئ د وهابیانو کتاب "اشاعة السنة ج ۱۴ صـ ۱۱۹".

مولوي محمد احسن امروهي د وهابیانو لوی ملا او مناظر و، شیخ الهند محمودالحسن دیوبندي رحمه الله چې د غیر مقلدینو د لسو سوالونو په جواب کې د "ادله کامله" په نوم کتاب ولیکه، نو غیر مقلد احسن امروهي ددې کتاب په جواب کې د "مصباح الادله" په نوم کتاب ولیکه چې ټول د کنځلو او ګستاخیو ډڪ و، هیڅ معقول جواب پکې نه و، نو امروهي بیا مـ،،رتد قادیاني شو او خاتمه یې په کفـ،ر وشوه، او دا د شیخ الهند رحمه الله ڪرامت و. (تحفه حنیفه صـ ۳۵)

ملا عبدالعلي غیر مقلد په امرتسر کې د وهابیانو امام او خطیب و، ده به د امام ابوحنیفه رحمه الله په شان کې سخته ګسـ،ـتاخي کوله، چې دا خبره یو غیر مقلد عالم ملا عبدالجبار غزنوي ته ورسېدله، نو هغه ددې بې ادبه ګسـ،تاخ وهابي په اړه وویل چې ډېر زر به دا سړی مـ،،رتد شي، یوه هفته وروسته ملا عبدالعلي قادیاني شو، نو خلکو د عبدالجبار غزنوي نه پوښتنه وکړه چې تاته څنګه معلومه شوه چې دا به مـ،،رتد شي، هغه وویل: چې کله ماته دده د بې ادبۍ خبر راغی نو هغه وخت ماته د بخاري شریف دا حدیث مخې ته راغی "من عاد لي وليّا فقد اذنته بالحرب" نو زما په نظر امام ابوحنیفه رحمه الله ولي الله و، نو کله چې د اللهﷻ له خوا د جنـ،ګ اعلان وشو، نو په جنـ،ګ کې هر فریق د بل فریق نه اعلی او ارزښتناک شی قبضه کوي، او د اللهﷻ په نزد د ایمان نه اعلی او ارزښتناڪ شی بل نشته، نو ددې شخص سره ایمان څنګه پاتې کېدی شي.(داؤد غزنوي صـ ۱۹۲)

دا خو ما درته د وهابیانو څو مشت نمونه خروار خواص ذکر کړل چې د ترڪ د تقلید په وجه منڪـ،رین حدیث او قادیانیان شوي دي، دا چې د وهابیانو نور څومره ملایان او عوام د فتـ،نه انڪـ،ار حدیث او فتـ،نه قادیانیت ښڪار شوي دي نو په دې باندې مستقل او تفصيلي کتاب لیڪل کېدی شي، او د لیکنې د اختصار لپاره مې د هغو غیر مقلدینو ملایانو یادونه هم ونه کړه کوم چې ملحدین شوي وو، نو خلاصه دا چې د انڪـ،ار حدیث فتـ،نه او د قادیانیت فتـ،نه د لامذهـ،بیت او وهابیت زېږنده او نتیجه ده، زه په پای کې وهابیانو ته وایم: تاسو چې هر څومره په احنافو باندې فضول او بې ځایه اعتراضات کوئ همدومره به ستاسو اصلیت او حقیقت خلڪو ته را ښکاره ڪیږي، اول خپل له شرمونو ډڪ تاریخ وګورئ! بیا په احنافو نیوڪې وکړئ.

#یادونه: دا چې وهابیان او قادیانیان په څومره ډېرو مسائلو کې سره متفق دي، که وخت مې پیدا کړ نو په آینده کې به په دې موضوع هم مستقله لیڪنه وکړم إن شاء الله.

✍🏻: ولي الرحمن حسان

ما د شیخ امین اللہ صاحب نہ اوریدلی چی پہ سلورو مذاھبو کی چی پہ یو عمل کوی نو دری حصی دین درنہ پاتی شو.د شیخ ابو حسان می ...
02/08/2026

ما د شیخ امین اللہ صاحب نہ اوریدلی چی پہ سلورو مذاھبو کی چی پہ یو عمل کوی نو دری حصی دین درنہ پاتی شو.

د شیخ ابو حسان می د اختلاف امتی رحمتا حدیث باندی رد اوریدلے دہ وئی دغہ اختلاف چی ستاسو پہ کور کی راشی نو بیا رحمت یئ

د شیخ عبد المنان صاحب نہ می اوریدلی چی حق ہو یو وی سلور مزھبونہ سنگہ حق کیدلے شی

د شیخ عزت اللہ صاحب نہ اوریدلی دی گلاس تہ سوک لوٹہ وو وائی او سوک جگ وو وائ سوک گلاس نو پہ دی کی یو پہ ب حقہ وی نور بہ باطل وی.

نو دغہ ملگری کمنٹ کڑے چی د شیخ امین اللہ او ابو حسان تر مینز اختلاف د راجح مر جوح دہ

نو عرض می دا وو چی مونگ درتہ زارہ شنا شوہ چہ د سلورو مذھبونو اختلاف د راجح مرجوح او د صحابہ کرام لہ وخت راروان د او وی بہ تر قیامت پوری ہو تاسو وئ چی نہ اختلاف زخمت دہ وس ولی وائی چی خیردہ

 ...هغه چې په یواځې ځان یې ټولې باطلې فـ،،رقې وننـ،ګولې، هغه چې په یواځې ځان یې د یو ستر لښکر کار او مسؤلیت پر مخ یووړ، ...
01/08/2026

...
هغه چې په یواځې ځان یې ټولې باطلې فـ،،رقې وننـ،ګولې، هغه چې په یواځې ځان یې د یو ستر لښکر کار او مسؤلیت پر مخ یووړ، هغه چې عزم او ایمان یې له اسمان سره خبرې کولې، هغه چې د اللهﷻ نه پرته یې د نړۍ د هیڅ قوت او طاقت نه وېره نه درلودله، هغه چې د حـ،ق په لاره کې یې د هیچا د اختـ،ـارونو، خفګان او ملامتیا پروا نه لرله، هغه چې په رښتیا د "ولایخافون لومة لائم" مصداق و، هغه چې د دلایلو په میدان کې یو باطـ،ل هم ورسره د مخ کېدلو جرئت نه درلود، هغه چې د اسلام لپاره یې بې ساري قـ،ربانۍ ورکړې، زنـ،دانونه، شکنـ،،ـجې، زخـ،،مونه او ډول ډول ستونزې یې وګاللې، خو یوه ذره هم د خپل حق مسیر نه په شا نه شو، هغه چې هم مفسر و، هم محدّث و، هم فقیه و، هم محقق و، هم مؤلف و، هم مناظر و، هم داعي و، هم مجاهـ،،د و، هم غـ،ازي و او هم شهـ،،،ید شو...
هغه چې مونږ ته یې د حقـ،انیت په لاره تګ را زده کړ، هغه چې مونږ ته یې د هر باطـ،ل سره د مقابـ،لې جذبه راکړه، هغه چې مونږ ته یې د غیرت او مېړانې درس راکړ، هغه چې په شهـ،،ادت یې ټول امت یتیم شو، هغه چې بېلتانه یې زمونږ زړونه اره اره کړل او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به یې د بېلتانه دردونه مونږ وځوروي...
هغه د وخت عبدالله بن مبارڪ و، هغه د امت محسن و، هغه د اسلام او حنفیت مدافع و، هغه د هر حق پرست د سترګو تور او د زړه ټکور و، هغه د هر باطـ،ل د سترګو ازغی و...
لایزال رب دې درجات بلند کړي، او اللهﷻ دي مونږ ته توفیق را کړي چې د هغه سپېڅلی مسیر تعقیب کړو، په پل یې پل کېږدو او د هر باطـ،ل مقـابله وکړو. اللهم آمین.

#یادونه: له خپلو ټولو خوږو ملګرو په خورا درنښت هیله کوم چې نن ورځ د ایصال ثواب په نیت یو یو ځل سورة یاسین تلاوت کړئ او ثوابونه یې د شهـ،،ید شیخ صاحب رحمه الله شهـ،،يدې اروا ته ور وبښئ!.

✍🏻: ولي الرحمن حسان
تلمیذ شهـ،،ید شیخ الاسلام رحیـ،ـم الله الحقـ،اني تقبـ،له الله.





الجوابُ للویکتوري الڪذاب:👇جناب! ته وايې چې احناف په تشهد کې ګوتې ته بیا بیا حرکت نه ورکوي دا د حدیث خلاف عمل دی، هیڅ دلی...
31/07/2026

الجوابُ للویکتوري الڪذاب:👇
جناب! ته وايې چې احناف په تشهد کې ګوتې ته بیا بیا حرکت نه ورکوي دا د حدیث خلاف عمل دی، هیڅ دلیل پرې نشته، د حدیث سره دښمني ده، نو ستا دا خبره په تعصب، تجاهل یا جهالت بناء ده، ستا ددې خبرې نه معلومیږي چې ته ددې لاندې احادیثو نه چورلټ منکر یې، تاسو په حقیقت کې په هره مسئله ڪې د هغو احادیثو نه منکر یئ کوم چې د احنافو لپاره دلائل دي، زه به درته دا مسئله د اللهﷻ په توفیق سره د صحیح احادیثو نه ثابته کړم:

:
دا چې احناف په تشهد کې په ګوته سره اشاره کوي او بیا بیا حرکت نه ورکوي دا طریقه ددې لاندې احادیثو نه ثابته ده:
(۱) عن عبد الله بن الزبير: أن النبيّﷺ كان يشير بأصبعه إذا دعا، ولا يحركها. اسناده صحیح، صححه النووي والبیهقي. (سنن أبي داود 1/ 260)
د عبدالله بن زبیر ؓ نه روایت دی چې رسول اللهﷺ به په ګوته اشاره کوله او بیا بیا به یې حرکت نه ورکاوه.
په دې حدیث کې ښکاره "لایحرّکها" لفظ راغلی، او دا صریح دی په دلالت کې په مراد باندې چې هغه عدم تحریڪ دی، او په ځینو نورو احادیثو کې د حرکت ذکر هم راغلی، نو په احادیثو کې تعارض دی، او کله چې په احادیثو کې تعارض راشي نو تاسو پکې صرف هغه احادیث منئ د کومو نه چې ستاسو استدلال صحیح کیږي او د هغو په مقابل کې نور چې کوم احادیث راغلي وي ښکاره انکار ترې کوئ څنګه مو چې په دې مسئله کې ترې انکار کړی، خو احناف چې کله د صحیح احادیثو په مینځ کې تعارض راغلی وي نو تطبیق پکې کوي، او دلته تطبیق دا دی چې په کومو احادیثو کې چې د حرکت ذکر راغلی نو د اشارې لپاره حرکت ورکول ترې مراد دي، بیا بیا ګوتې ته حرکت ورکول مراد نه دي، او دلیل پرې همدا پورته حدیث دی.
لاندې عبارات وګورئ!
و فی البذل تحته: قال القاري قال ابن ملک ھذا الحدیث یدل علی أنه لا یحرکھا إذا رفعھا للاشارۃ و علیه ابو حنیفة رحمه الله (إلی قوله) لاتعارض بین الحدیثین حدیث التحریک و عدمه فانھم یقولون أنه إذا اشار یرفعھا عند النفي و یضعھا عند الإثبات فھذا محمل التحریک عند الرفع و الوضع اما عدم التحریک فمحمول علی ما سوی ذالک کما یفعله بعض اهل الحدیث۔ اھ(۲/۱۲۷).
جاء في نيل الأوطار للشوكاني: قال البيهقي: يحتمل أن يكون مراده بالتحريك الإشارة بها لا تكرير تحريكها حتى لا يعارض حديث ابن الزبير...
قال ابن حزم: (ونستحب أن يشير المصلي إذا جلس للتشهد بإصبعه ولا يحركها) ((المحلى)) (3/64).
وقال ابن رشد -في بداية المجتهد (3/136-تخريج الغماري)-: «واختلفوا في تحريك الأصابع؛ لاختلاف الأثر في ذلك، والثابت أنه كان يشير فقط».

و قال الإمام النووي في كتابه المجموع : “وهل يحركها عند الرفع بالإشارة ؟ فيه أوجه:
الوجه الأول:الصحيح الذي قطع به الجمهور أنه لا يحركها , فلو حركها كان مكروها ولا تبطل صلاته ; لأنه عمل قليل.

(۲) وعن نافع قال: کان عبدالله بن عمر اذا جلس في الصلاة وضع یدیه علی رکبتیه وأشار باصبعه وأتبعها بصره ثم قال: قال رسول اللهﷺ "لهي أشدّ علی الشیطان من الحديد" يعني السبابة. (سنن النسائي ج ۱ صـ ۱۸۷)
د نافع رحمه الله نه روایت دی چې عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به چې کله په لمانځه کې (په تشهد) کېناستلو، لاسونه به یې په زنګنونو کېښودل او په ګوته به یې اشاره وکړه او نظر به یې د ګوتې د اشارې څخه نه مخکې کاوه، بیا به یې فرمایل چې رسول اللهﷺ فرمایلي دي چې خامخا د ګوتې اشاره په شیطان باندې د اوسپنې د ګزار نه سخته لګیږي.
له دې حدیث نه معلومه شوه چې په ګوته باندې د اشارې کیفیت دا دی چې پورته به کړی شي او بېرته به ښکته کړی شي، ځکه چې د اوسپنې د ګزار کیفیت همداسې وي، اوچتول کیږي او بېرته ښکته کیږي.

(۳) همدارنګه دا طریقه د هغو ټولو احادیثو نه ثابتیږي په کومو کې چې د اشارې ذکر راغلی، ځکه چې لفظ د أشار په دې باندې دلالت کوي چې تکرار پکې نه وي.
كلمة أشار على أن الإشارة تشير أيضًا إلى عدم تكرار التحريك، مصداقًا لقوله تعالى في مريم فأشارت إليه أي مدت إصبعها من غير تكرير بالحركة. والحديث في الفقرة.

نو خلاصه دا چې د احنافو دا طریقه د صحیح احادیثو نه ثابته ده، دا طریقه د حدیث خلاف ګڼل محض تعصب، جهالت او د احادیثو نه انکار دی، دا فروعي مسائل دي او دې ته دومره هوا ورکول او په مقابل جانب داسې دروند تهمت لګول ښکاره ضد او عناد دی، د وهابي مثال د خنذب شـ،یطان دی چې خلکو ته په لمانځه کې شکونه ور اچوي، وهابي هم د خنذب شـ،یطان دا دنده ښه په اخلاص پر مخ وړي، او مسلمانانو ته په لمانځه، د دین په احکامو او عباداتو کې شکوک او شبهات ور اچوي.

#یادونه: څنګه چې ما مخکې یادونه وکړه چې وهابیان د ګڼ شمېر احادیثو نه منکر دي، نو د دوی د انکار طریقه اکثریت دا وي چې ته ورته حدیث پېش کړې، نو دوی پرې د ضعیف حکم ولګوي، او بیا چې پوښتنه ترې وکړې چې ولې ضعیف دی، چا ورته ضعیف ویلي دي؟ نو په جواب کې درته وایي چې الباني ورته ضعیف ویلي دي، خو حقیقت دا دی چې الباني په خپله کلک وهابي و، اهل د تصحیح او تضعیف نه و، حافظ الحدیث نه و، د خپلې فرقې او خواهش لپاره یې ګڼ شمېر موضوعي روایات صحیح ګرځولي دي، ضعیف روایات یې صحیح ګرځولي دي، او په ګڼ شمېر صحیح احادیثو یې د ضعف حکم لګولی، او د هغه د تحقیق دا حال و چې په یو ځای کې به یې یو حدیث ته صحیح ویلې، او په بل ځای کې به یې هماغه حدیث ضعیف ګرځولی و، په سلګونو داسې تناقضات یې دي، حسن بن علي السقاف د "تناقضات الالباني الواضحات" په نوم باندې ۷ جلده کتاب لیکلی او د الباني تناقضات یې پکې را یوځای کړي دي، هغه فرمايي چې زما د علم مطابق الباني زر ۱۰۰۰ صحیح احادیثو ته ضعیف او ضعیفو ته صحیح ویلي دي.
نو د الباني تصحیح او تضعیف ته هیڅ اعتبار نشته، زه به په اینده کې پرې تفصیلي لیکنه وکړم إن شاء الله.

✍🏻: @ولي الرحمان حسان

Address

Peshawar Shabqaddar
Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when UMARI JANAN posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share