03/07/2025
🎓 د ملک فهد پوهنتون سکالرشیپونه 2026 | سعودي عربستان
📍 هېواد: سعودي عربستان
🏛️ پوهنتون: د ملک فهد د پټرولیم او منرالونو پوهنتون (KFUPM)
🎓 د زده کړو کچه: ماسټري او دوکتورا
📅 د نوم لیکنې پای نیټه: د 2025 کال د جولای 31مه
🔗 د نوملیکنې لینک: https://cgis.kfupm.edu.sa/apply
🔍 د پوهنتون لنډ پېژندنه:
د ملک فهد د پټرولیم او منرالونو پوهنتون د سعودي عربستان له مخکښو علمي مرکزونو څخه دی، چې د ساینس، انجینیري، ټکنالوژۍ، او مدیریت په برخه کې نړیوال شهرت لري. دا پوهنتون هر کال سلګونه نړیوال محصلین جذبوي او د زدهکړو لپاره عالي امکانات برابروي.
📚 د ماسټري پروګرامونه:
د ماسټري پروګرامونه د مختلفو ساینسي، انجنیرۍ، مدیریت، احصایې، او تکنالوژۍ برخو کې دي. ځینې پروګرامونه د پروژې یا تحقیق پر اساس دي، چې د دوی د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د جولای 15مه ده.
✅ لاندې یې څو بېلګې دي نور یې د دوی پر وېبپاڼه موندلی شئ.
Aerospace Engineering
Computer Science
Petroleum Engineering
Environmental Sciences
Business Studies (Finance, Marketing, MIS...)
Civil, Electrical, Mechanical, Chemical Engineering
Geophysics, Physics, Chemistry, Mathematics
🎓 د دوکتورا پروګرامونه:
د دوکتورا پروګرامونه هم د ماسټري په شان په بېلابېلو څانګو کې دي، او ځینې عمده یې په لاندې ډول دي:
Doctor of Philosophy in Electrical Engineering
Doctor of Philosophy in Computer Science
Doctor of Philosophy in Mechanical Engineering
Doctor of Philosophy in Systems and Control Engineering
... او نور
💸 د سکالرشیپ امتیازات:
د زدهکړو بشپړ فیس
وړیا استوګنځای
میاشتنی مالي لګښت (سټایپنډ)
روغتیايي خدمتونه او د خوړو اسانتیا
وړیا کتابونه
🗂️ اړین اسناد:
پاسپورت
پاسپورت سایز عکس
د لیسانس ترانسکریپټ او ډیپلوم
د ماسټري لپاره SOP (یو پاڼه انګیزه لیک)
دوه Recommendation letters
CV
د MBA لپاره GMAT ضروري دی
د انجینیري/ساینس لپاره GRE ضروري دی
📝 GPA او د نمرو فیصدي:
ماسټري: GPA باید لږ تر لږه 3 له 4 څخه وي
دوکتورا: GPA باید 3/4 وي هم په لیسانس او هم ماسټري کې
📌 د انګلیسي ژبې اسناد:
ماسټري: TOEFL 70 یا IELTS 6
دوکتورا: TOEFL 80 یا IELTS 6.5
❗ یادونه: د هر پروګرام ځانګړي شرایط ممکن توپیر ولري، نو لطفاً د نوملیکنې پر وخت د پروګرام تفصیل په دقت سره ولولئ. که ټول شرایط پوره وي، نو د نوم لیکنې پروسه بشپړه کړئ.
✅ نوملیکنه دلته وکړئ:
🔗 https://cgis.kfupm.edu.sa/apply
#بورس