دوطن خدمتګاران

دوطن خدمتګاران Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دوطن خدمتګاران, Criminal lawyer, 12, Kabul.

12/07/2020
26/09/2019

‎درنو هېوادوالو، ملګرو او دوستانو!

‎له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ولسمشریزو ټاکنو من‌‌‌‌‌‌ډې ترړې مو په صادقانه ‌‌‌‌‌‌ډول تر سره کړې،
‎انتخابات د ولسواکۍ یو اصل او پروسه ده او پدې پروسه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون زمونږ ټولو ملي فریضې تر څنګ د هیواد په بیا رغونې او آبادۍ کې رول لوبول دي
‎زه له ټولو درنو ملګرو، دوستانو، د قومونو مشرانو او ځوانانو څخه هیله لرم تر څو په ټاکنو کې په پراخه کچه ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي،
‎له نیکه مرغه هغه تشویش چې د ټاکنو په ورځ د ښځینه وو د انځور اخیستل وو، هغه هم حل شوی ده، هیله لرم زمونږ درنې خویندې هم په ټاکنو کې برخه ولري
‎په را روانو ټاکنو کې د نورو نوماندانو تر څنګ د هېواد بر حاله ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد اشرف غني هم نوماند دی،
‎‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد اشرف غني چې په تیرو پنځو کالونو کې یې د هیواد د ترقي او بهبود لپاره یې په هره برخه کې ‌‌‌‌‌‌ډیرې لاسته راوړنې درلودې او د هیواد د بقا او پرمختګ لپاره یې ‌‌‌‌‌‌ډیرې هلې ځلې کړې، بناً مونږ هیله لرو او کوشش کوو چې یو ځل بیا ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد اشرف غني د هیواد ولسمشر شي
‎له درنو هیوادوالو څخه هیله لرم چې په ټاکنو کې د خپل پراخ ګ‌‌‌‌‌‌ډون تر څنګ خپله ارزښتناکه رایه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم په ګټه وکاروي، تر څو د ملې فریضې تر څنګ وکولای شو محمد اشرف غني یو ځل بیا تر ارګه ورسوو،

‎د یو اباد، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله

‎په درناوي.
‎محمد ګلاب منګل
‎په سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار وزیر

23/09/2019

د رزاق مامون ښکرور دروغ

‎رزاق مامون د هېواد د وتلو او تجربه لرونکو ژورنالیستانو له جملې څخه دی، د هېواد د ژورنالیزم او خبر رسونې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې خورا فعالیتونه کړي دي.
‎خو پدې اخیرو وختونو کې ښاغلي رزاق مامون د ځینو قضایاوو په اړه او ځینې خودسره او د واقیعت څخه لرې خبرونو په نشرولو سره نه یوازې خپل شهرت ته زیان اړوي، بلکې د ژورنالیزم د اصولو او هېواد سره ستره جفا کوي،
‎په تیرو څو ورځو کې یې خبر نشر کړی چې ګواکې د ولسمشر محمد اشرف غني او په سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد ګلاب منګل تر منځ د ‌‌‌‌‌‌ډیورند د کرښې او د طورخم د دروازې پر سر لفظي شخړه رامنځ ته شوې، او دا شخړه ددوی تر منځ په بیلتون تمامه شوې ده.
‎مونږ دا ‌‌‌‌‌‌ډول افواهات او د واقعیت څخه لرې خبرونو نشرول په کلکه غندو، د داسې خبرونو نشرول له یو طرفه د رزاق مامون کاذب شخصیت څرګندونه کوي او له بل طرفه د هیواد او د ژورنالیزم د مکتب سره جفا ده او د ښاغلي رزاق مامون ته مو سپارښتنه داده چې څو پدې حساسو شرایطو ددې ‌‌‌‌‌‌ډول خبرونو نشرول او د عامه ذهن مغشوشولو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي

‎په درناوی
‎په سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر سلاکار
وزیر محمد ګلاب منګل مطبوعاتي دفتر

دروغ شاخدار رزاق مامون
‎رزاق مامون یکي از ژورنالیستان موفق و با تجربه افغانستان است، در بخش ژورنالیزم و خبر رساني فعالیت های بسیاری انجام داده است.
‎مګر اقای رزاق مامون درین اواخر با نشر اخبار کذب و دور از واقیعت ها نه تنها به شهرت خویش صدمه میرساند، بلکه با اصول ژورنالیزم و کشور جفا بزرګی انجام میدهد،
‎درین چند روز پسین با نشر خبریکه که ګویا جلالتمآب رئیس جمهور محمد اشرف غني با مشاور سرحدات، اقوام و قبایل محمد ګلاب منګل بر سر موضوع خط دیورند و ایجاد دروازه در طورخم مشاجره لفظي کرده و این تنش باعث جدايي هر دو ګردیده است.
‎ما با رد و محکوم نمودن این خبر میافزایم که نشر اینچنین خبر از یک سوء شخصیت کاذب رزاق مامون را به نمایش ګذاشته و از سوی دیګر جفای بزرګی را در حق مکتب ژورنالیزم روا میدارد
‎توصیه ما به رزاق مامون اینست که درین شرایط حساس با نشر چنین خبر های دروغین باعث مغشوش شدن اذهان مردم نګردد

‎باحترام
‎دفتر مطبوعاتی محمد ګلا منګل
‎مشاور ارشد رئیس جمهور در امور سرحدات، اقوام و قبایل

09/08/2019

برنامه کاکتوس با گلاب منگل، مشاور رییس جمهور در امور اقوام و قبایل

22/06/2019

د کمېسیون پخوانی رییس ګلا جان عبدالبدیع صیاد تر ټولو ستر فاسد و، دوی چې د کابل د ټاکنو تر تفتیش وړاندې ابتدايي نتایج وکتل او ځینې کسان چې رایې یې لوړې او د بریا چانس یې و، اکثرو ته یې خپل یو کمیشن کار، د میرزمان حقیار په نوم ور ولیږه.
میرزمان حقیار له څلورو کاندایدانو سره د ګلا جان صیاد معاملې برابرې کړې، چې هره معامله تر درې لکه ډالرو پورې وه.
ګلاجان صیاد د همدې کار لپاره خپل یو ورور چې عبدالحکیم نومیده له لندنه را وغوښت او وروسته قضیې به عبدالحکیم له کاندیدانو سره تعقیبولې.
عبدالحکیم د تفتیش له پروسې سره سم هر کاندید ته د تفیتش په پروسه کې لس لس مامورین مقرر کړل، چې د مامورینو د مقروولو پر سر یې هم له هر وکیل نه پیسې واخیستې او بیا یې مشخصو کاندیدانو ته رایې زیاتولې.
ګلا جان صیاد په شهرنو کې د حزب اسلامي په پخواني دفتر کې د شپې مهال لږ تر لږه پنځه ځله د کابل له کاندید وکیلانو سره په خپله هم کتلي او ډاډ به یې ورکاوه، چې ستاسو رایې درته زیاتوم او څوک یې کمولی نه شي.

ددې معاملې ډیر تفیصلات شته!
دویم:

د دارلانشا پخوانی رییس احمدشاه زمانزی، چې لومړی یې له څلورو نورو کمېشنرانو هر یو عبدالحفیظ هاشمي، رفیع الله بیدرا، معاذ الله دولتي او قریشي سره ګډ کار کاوه له نوماند وکیلانو یې پیسې غوښتې وروسته خپلو کې سره مخالف شول.
د ۲۰۱۸ کال د مې په شلمه نیټه زمانزي له خپلو کمیشنرانو سره د وزیر اکبرخان په پنځلسم سړک د شپې مهال ناسته تنظیم کړه او ځینې وکیلان یې مخامخ ولیدل.
دغه وکیلانو ته یې وړاندیز وکړ، چې له هره یوه حد اقل باید څلور لکه ډالر واخلي؛ خو وروستۍ فیصلې یې په دوه یا درې لکه ډالر وکړې.
له دې ډلې یو وکیل محمد نعیم وردګ و، چې معلومات به ورته د زمانزي د تره زوی او سکرتر روزي خان ورکول.
محمد نعیم وردګ په ټول کابل کې تر تفیش وړاندې ۱۷۰۰ رایې لرلې؛ خو په تفتیش کې ورته ۳۷۰۰ رایې زمانزي برابرې کړې.
کله چې زمانزی او صیاد دده په سر سره وران شول، نو نعیم وردګ یې په لومړني اعلان شوي نوملړ کې حذف کړ او نعیم وردګ د خپلو پیسو دعوه پیل کړه.
زمانزي ددې تر څنګ چې پیسې له بیرته ورکولو ځان غړولو نعیم ته هره ورځ ډاډ ورکاوه، چې په شکایتونو کمېسیون کې به ورته کار وکړي؛ خو بالاخره یې یوه اندازه پيسې بیرته ورکړې، ځکه نعیم وردګ ناکام شو.
د تفتیش په پروسه کې د کابل رییس ظاهر اکبري چې څو ورځې کابل ته راوستل شو او تفتیش یې پيل کړ، د فساد برخه و؛ خو کله یې چې ولیدل ده ته څه نه جوړیږي نو استعفا یې وکړه او په علني ډول یې ولیکل چې احمدشاه زمانزی له وکیلانو سره معاملې کوي.

د عزل کیدو مرحله:

کله چې ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو کمیشنران ټول عزل کړل،‌ زمانزی تر شلو د ډيرو ورځو لپاره د ټاکنو کمېسیون سرپرست هم پاتې شو.
زمانزي او ورسره ټیم یې چې د ای ټي‌ رییس سادات وو، د کابل تفتیش شوې رایې ټولې ګډې وډې کړې او خپل ټول کړي جرمونه یې پاک کړل.
د بیلګې په ډول:
هغه ریزلټ شیټونه چې ده نوماندانو ته جوړ کړي و،‌هغه یې په فزیکي ډول ټول له منځه یوړل؛ خو په ډیټابیس کې پاتې شول.
دویم:
د کمېسیون د کابل په ګودامونو کې یې د رایو صندوقونه ګډ وډ کړل، له صندوقونو یې سټیکر وشکول، چې معلوم نه شي دا د کومې ناحیې د کوم مرکز صندوق دی.
په دې توګه یې د کابل تر ۶۰۰ ډير محلونه بې برخلیکه کړل او اوس هم که کوم تفتیش وټاکل شي او وګوري، چې په کمېسیون کې څومره صندوقونه بې معلوماتو دي، نو ښکاره به شي، چې څومره فساد شوی.
که تاسو د بیلګې په ډول د کمېسیون اوسنی د دارالانشا مشر ډاکتر حبیب ننګ وپوښتئ، چې ته ولاړ شه او د کابل د یوې ناحیې بشپړې رایې راوړه، هغه یې په یوه کال کې هم نه شي پیدا کولی، ځکه په ګدام کې صندوقونه دومره ګډ وډ کړل شوي، چې هیڅ کله د موندل کیدو وړ نه دي او چې وموندل شي هغه معلومات پرې نه دي لیکل شوي، چې دا د کومې ناحیې کوم محل او مرکز دی.

د نویو کمیشنرانو راتګ:

کله چې نوي کمیشنران وټاکل شول، فساد هم د شکایتونو کمېسیون ته راغی، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمیشنر قطب الدین رویدار او دوه نور کمیشنرانو ملګرو یې له بیلا بیلو لارو وکیلانو ته احوالونه استول، چې ستاسو د رایو حفاظت کوو او درته ساتو یې نو تاسو هم لږ مالي مرسته راسره وکړئ.
ده رابطه د کابل په لومړني نوملړ کې بریالي اعلان شوي کاندید چې وروسته هم بریالی شو، امیرګل شاهین کوله.
بالاخره د کابل بریالو وکیلانو له ډلې یوولسو کسانو یې له قطب الدین رویدار سره په پنځه لکه ډالر هوکړه وکړه، چې دا یوولس وکیلان به نه ناکامیږي.
وکیلانو هره یو ۴۵ زره ډالر ټول کړل او امیرګل شاهین ته ورسیدل.
په دغه یوولسو وکیلانو کې لاندې کسان شامل وو
اجمل رحماني، خان اغا رضايي، سیدمحمد محمدي، جاوید جیحون، عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد الفت صالح، قاضي‌ میرافغان صافی، احمدضیاشینوزاده، خان محمد وردګ حفیظ الله جلیلي، توفیق وحدت او یو بل وکیل.
دوی پنځه لکه ډالر ټول کړل او امیرګل شاهین د لست تر اعلان یوه شپه وړاندې قطب الدین رویدار ته ور وړل.
خو دلته یوه ستونزه پيدا شوه، قطب الدین رویدار ویلي و، چې د کمېسیون رییسه هم له ده سره همغږې ده؛ خو وروسته وکیلانو ته د رییسې له ادرسه مراجعه وشوه، دا مراجعه به د رییسې ملګري او په قطر کې سفیر عبدالحیکم منیب له ادرسه کیده.
کله چې وکیلان پوه شوه، چې رییسه له رویدار سره نشته، نو وکیلانو فیصله وکړه، چې د ټولو شویو پیسو له ډلې به یو لک رییس ته ورکوي.
همداسې وشول؛ بالاخره کمېسیون د لست اعلان په بیلا بیلو بهانو ځنډولو، چې د لست تر اعلان دوه شپې وړاندې امیرګل شاهین پنځوس زره ډالر د کارته سه په سیمه کې د رییسې زهرې بیان شینوارې کور ته ور وړل او هغې واخیستل.
احمدضیاشینوزاده ته رویدار ویل، چې ستا رایې لږ ډیرې کمې دي،‌ نو ته جلا هم لږ لاس وخوځوه او بیا یې له شینوازاده څه یو لک ډالر یوازې بیا واخیستل، چې د شینوازاده تر ناکامۍ وروسته یې بیرته ورکړل.

کاندیدان:

خان اغا رضايي په ټول کابل کې ۲۷۰۰ رایې نه لرلې؛ خو هغه ته په تفتیش او بیا وروسته په معامله تر ۷ زرو رایېو برابرې کړې.

عرفان الله عرفان، یوازې د کلکانو ولسوالۍ په دریو محلونو کې ۱۵۰۰ رایې اخیستې، په هر محل کې ورته ۵۰۰ یا په همدې شاوخوا رایې رسول شوې او کنه د کمېسیون ډیټابس د وکتل شي، د انتخاباتو د تحلیل له نظره په یوه محل کې د دومره رایو کاریدل ناممکن دي او بیا یوه کاندید ته کاریدل یې بیخي ناشوني دي.

د صوفي استالفي لپاره په د نتایجو تر اعلان دوه ورځې مخکې سپین ریزلټ شیټونه چې د شکایتونو کمېسیون له ثبت پرته له انتخاباتو کمېسیون څخه وړي و،‌ ډک شوي راوړل، او نیمايي یې انټري ته داخل کړل؛ خو نیمايي نورو کې بیا حبیب ننګ او د انتخاباتو کمېسیون ځینو کمیشنرانو مخالفت وکړ او بیا پاتې شول.
حبیب الرحمن سیاف، یوازې په پغمان ولسوالۍ او پنځمه ناحیه کې محدودې رایې لرلې، چې ټولې رایې د تفتیش تر پروسې وروسته ۲۳۰۰ شاوخوا شوې؛ خو د سیاسي جوړ جاړي لپاره یې له ریزلټ شیټونو پرته ورته په سیستم کې رایې ورسولې او ریزلټ‌ شټونه یې څو ورځې وروسته پسې جوړول.

اجمل ګلاب:

اجمل ګلاب په لومړي پړاو په بریالیو وکیلانو کې راغلی و؛ خو په دوه دلایلو له نوملړه و ایستل شو.
لومړی: په کمېسیون کې د فضل فضلي او احمدشاه زمانزي حلقه اوس هم حاکمه ده؛ هغوی په دې نامه چې ولسمشر له ګلاب منګل سره اوس نه دی جوړ، او دا کس باید کامیاب نه شي هغه محلونه ورک کړل، چې د اجمل ګلاب رایې په کې وې.
دا محلونه یوازې د اجمل ګلاب لپاره نه، بلکې د ځینو نورو کاندیدادنو لپاره هم ورک شول.
دویم:
اجمل ګلاب ډیرې پیسې نه لرلې، په هغه کچه پیسې چې خان اغا رضایي، یا جاوید جیحون یا هم امیرګل شاهین ورکولې اجمل ګلاب نه شوی ورکولی، ځکه یې نو هغه ته لومړیتوب ورکړ.

حل لاره:

امنیت ملي دې د واټسپ هغه ګروپ وپلټي، چې یوولسو وکیلانو جوړ کړی و او د معاملې په اړه هر یو په کې په تفصیل غږیدلی.

د زهرې بیان شینوارې واټسپ د چک شي، چې هغې په څومره صراحت له خلکو پیسې غوښتې.0793355355

د صیاد د کمیشن کار میرزمان حقیار موبایل او واټسپ د چک شي، چې څنګه یې معاملې برابرولې.0776199999

د زمانزي او فضلي تر منځ اړیکې د وکتل شي، چې څومره په واضح ډول یې د خلکو په ګوښه کولو خبرې کړې. 0705180000 Zamanzi
د ګلا جان صیاد د ورور عبدالحیکم چې اوس بیرته لندن ته تللی واټسپ د وکتل شي.
00447915442110
دویم:
یوه اختصاصي محکمه دې له ټاکنو کمېسیون څخه وغواړي، چې د کابل د رایو د شمیر تر څنګ دا هم روښانه کړي، چې چا په کوم مرکز کې څومره رایې اخیستې، په داسې حال کې چې دا شی اوس نه دي اعلان شوي.
دریم:
اختصاصي محکمه دې له ټاکنو کمېسیون نه وغواړي، چې د کابل د ۵۵۳ مرکزونو او څه باندې ۳۲۰۰ محلونو رایې دوی ته د هر محل په جلا جلا ډول وښيي، چې کمېسیون دا کار نه شي کولی.

15/01/2019

درنو کابلیانو, همفکره او مبارزو ملګرو!!!
سلام او درناوی
ستاسو له باور او سپيڅلي رایې د پيرزوینې څخه د زړه له تله منندوی یم, له مینی مو قربان. د ځوان فکر او د ځوان عمل ټیم د منډو تړلو, ستړیاو او له خپلو رایو د څارلو پایلی وینو.
زه تاسو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ درکوم چې همېشه به ستاسو ترڅنګ درېږم او ترخپل وسه به ستاسو خدمت او پرمختګ لپاره هڅې کووم.

په درنښت
اجمل ګلاب

17/10/2018

‎د ټاکنو په هکله استاد عبدالغفور ليوال څومره ښه ليکي، تر بندیز وړاندې وروستۍ سپارښتنه:

‎که نه غواړئ، چې څلور کاله وځوریږئ،

‎که نه غواړئ، څلورکاله خپل ضمیر ته سرټیټي او وجدان ته شرمنده اوسئ،

‎که نه غواړئ، چې څلورکاله مو د ماشومانو ډوډۍ درنه غلا شي، جایدادونه مو غصب شي او ملي ارزښتونه مو لیلام شي،

‎که نه غواړئ، چې سړي تښتونکي، مافیا او ستر غله همدا ستاسو په رایه، همدا ستاسو پراوږو سپاره شي....

‎نو یوازې هغو ته رایه ورکړئ، چې ستاسو د ډوډۍ، د هېواد ودانۍ، ستاسو د اوبو د مدیریت او ستاسو د ملي زېرمو د ساتنې لپاره فکر وعمل کوي.

‎هغوی ته چې له وسلې سره نه وي لوبېدلي، هغوی چې د خپل هېوادوال سینه یې ټوپک ته نه وي نښه کړې او هغوی ته چې ( افغان انسان ) او ( افغانستان ) ورته ارزښت ولري.

‎یوازې همدوی ته په عقلانیت او هوښیارتیا رایه ورکړئ او څلور کاله هوسا او سرلوړی ژوند وکړئ.
‎ولسي جرګه ځوانه کړئ او له پرونیو شخړو یې ومینځئ !
‎لا نه ده ناوخته !
‎ځوان فکر ځوان عمل

Address

12
Kabul
12345

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دوطن خدمتګاران posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share