اسلامي معلوماتوپاڼه

اسلامي معلوماتوپاڼه اسلام دعزت اوسرلوړی دين دی بايد داسلام خدمت ښه په وياړ وکړو.

 اسلامي معلوماتوپاڼه
22/03/2026

اسلامي معلوماتوپاڼه

21/03/2026
🔴 د تاریخ تر ټولو لوی پراخ بیت الله 🕋👥 ظرفیت: له 670,000 نه تر 1,300,000 لمونځ کوونکو پورې💧 اسانتیاوې: 16,726 تشنابونه ا...
19/03/2026

🔴 د تاریخ تر ټولو لوی پراخ بیت الله 🕋

👥 ظرفیت: له 670,000 نه تر 1,300,000 لمونځ کوونکو پورې
💧 اسانتیاوې: 16,726 تشنابونه او 12,639 د اودس ځایونه
❄️ یخه فضا: د ایئرکنډیشن 199,000 ټنو ظرفیت د آرام او ښکلي یخوالي لپاره

سعودي حکومت د بیت الله خدمت او ابادۍ ته بې ساري پاملرنه کړې ✨
سبحان الله! 🤲

🌙✨ د اسلامي معلوماتو پاڼې له لوري د اختر مبارکي ✨🌙ګرانو مسلمانانو وروڼو او خويندو!د نېکمرغه اختر په دې مبارکو شېبو کې تا...
19/03/2026

🌙✨ د اسلامي معلوماتو پاڼې له لوري د اختر مبارکي ✨🌙

ګرانو مسلمانانو وروڼو او خويندو!

د نېکمرغه اختر په دې مبارکو شېبو کې تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو 🤍
الله تعالی دې زموږ روژې، عبادتونه، صدقې او دعاګانې قبولې کړي 🤲

اختر د رحمت، بښنې او ورورولۍ ورځ ده، راځئ چې په دې مبارکه ورځ کې خپل زړونه پاک کړو، یو بل وبخښو او د اړتیا وړ کسانو لاسنیوی وکړو ❤️

الله تعالی دې زموږ هېواد او ټول امت ته سوله، امن او خوشحالي نصیب کړي، او زموږ ژوندونه دې د ایمان او برکت نه ډک کړي ✨

🌙 اختر مو مبارک، تقبل الله منا ومنکم 🌙

د طبيعت دغه کوچنى مرغه د بار-ټيلډ ګوډويټ په نوم سره ياديږي، او د استراليا په ځنګلونو کى ډير پيدا کيږي.✅يو څو ورځى مخکى ي...
19/03/2026

د طبيعت دغه کوچنى مرغه د بار-ټيلډ ګوډويټ په نوم سره ياديږي، او د استراليا په ځنګلونو کى ډير پيدا کيږي.✅

يو څو ورځى مخکى يى نړيوال ريکارډ جوړ کړ، او د الاسکا نه تر تاسمانيى پورى يى الوتنه وکړه، چى ټوله ١٣٥٦٠ کيلو متره فاصله کيږي يعنى ٨٤٢٥ مايل سره برابره ده.🥶🔥

او ډيره جالبه په کى بيا دا ده چى دى سفر ټول ١١ ورځى وخت ونيوو، خو په دي يوولسو ورځو کى يى کومه دمه هم نه ده کړى، لکه د خوراک لپاره او يا هم له اوبو لپاره.🙄❤️

يعنى دا مرغه ستر رب په داسى قسم جوړه کړى کله چى سفر کوي، نو ښه ډيره انرژي او خواړه په خپل بدن کى زخيره کوي، لکه موټر کى چى تيل واچوى. بيا د سفر په اوږدو د هماغه انرژۍ څخه استفاده کوي نو ودريدو ته يى څه حاجت نه وي.🐦

نوټ : ساينس پوهان وايى چى دا مرغه کولى شي په يو وخت الوتنى سره د ځمکى مکمل نيمه برخه يا حصه اوګوري بغير له کومى دمى څخه. سبحان الله😍❤️

الله اکبر
12/03/2026

الله اکبر

کله چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ له دې نړۍ څخه وفات شو، نو حضرت بلال رضي الله عنه باندې مدینه منوره تنګه شوه....
10/03/2026

کله چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ له دې نړۍ څخه وفات شو، نو حضرت بلال رضي الله عنه باندې مدینه منوره تنګه شوه. هغه د نبي کریم ﷺ په فراق کې ډېر خفه و او ویل یې چې له رسول الله ﷺ پرته په مدینه کې پاتې کېدل ورته ګران دي، ځکه هر ځای به ورته د هغه مبارک یادونه تازه کول. له همدې امله نوموړی شام (سوریې) ته هجرت وکړ.
کلونه وروسته، حضرت بلال رضي الله عنه په خوب کې رسول الله ﷺ ولید چې ورته یې وویل: «اې بلاله! دا څه بې وفايي ده؟ ایا ستا زړه نه غواړي چې زما زیارت ته راشې؟»
بلال رضي الله عنه له خوبه ویښ شو، په سترګو کې یې اوښکې وې او سمدستي د مدینې منورې په لور روان شو. کله چې مدینې ته ورسېد، د رسول الله ﷺ روضې ته لاړ او هلته یې ډېر وژړل. د رسول الله ﷺ لمسیانو، حضرت حسن او حضرت حسین رضي الله عنهما، له هغه څخه هیله وکړه چې یو ځل بیا د رسول الله ﷺ د وخت په څېر اذان وکړي.
په ځینو روایاتو کې راځي چې یو ځل حضرت بلال رضي الله عنه په سفر کې و یا یې د ناروغۍ یا بل عذر له امله اذان ونه کړ. په ولسي او معنوي کیسو کې داسې ویل کیږي:
کله چې بلال رضي الله عنه په هغه ورځ اذان ونه کړ، نو داسې احساس کېده چې سهار ډېر وځنډېد.
خلک په تمه وو چې رڼا شي، خو داسې ښکارېده چې شپه اوږده شوې ده.
په دې کیسه کې دا ټکی نغښتی دی چې د بلال رضي الله عنه اذان دومره برکتي او له اخلاص څخه ډک و، چې ګویا کاینات د هغه غږ ته په تمه وو. که څه هم له علمي پلوه د لمر ختو نظام په اذان پورې تړلی نه دی، خو دا کیسه د بلال رضي الله عنه د لوړ مقام او له اذان سره د هغه مینه تړاو د څرګندولو لپاره بیانیږي.
کله چې بالاخره بلال رضي الله عنه د «الله اکبر» غږ پورته کړ، نو په مدینه کې یوه عجیبه ولوله ګډه شوه. د هغه غږ د رسول الله ﷺ د مبارک وخت یادونه تازه کړه، تر دې چې ښځې او ماشومان له کورونو راووتل او داسې ګڼل کېده چې ګویا رسول الله ﷺ بیا تشریف راوړی دی.

که غواړی چی زه هر ورځ درته اسلامی کیسي نشر کړم نو پيج فالو کرئ

يا الله♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️
10/03/2026

يا الله♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️

زیات احتمال  دلیلة القدر 21، درمضان المبارڪد صحیح حدیثونو له مخې، رسول الله ﷺ ته د ۲۱م رمضان په شپه د لیلة القدر راتلو ا...
09/03/2026

زیات احتمال دلیلة القدر 21، درمضان المبارڪ
د صحیح حدیثونو له مخې، رسول الله ﷺ ته د ۲۱م رمضان په شپه د لیلة القدر راتلو احتمال زیات شته.
۱. د ابوسعید الخدري رضي الله عنه حدیث:
په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې راځي چې رسول الله ﷺ یو ځل د رمضان په لومړیو لسو شپو کې اعتکاف وکړ، بیا یې د رمضان په منځنیو لسو شپو کې اعتکاف وکړ، بیا یې وویل:
زه د لیلة القدر د موندلو لپاره اعتکاف کوم، بیا راته ښکاره شوه چې دا (شپه) د وروستیو لسو شپو ڪې ده، نو څوڪ چې زما سره اعتڪاف ڪوي، دې وروستیو لسو شپو ته دې دوام ورکړي."
بیا فرمایي: ما خوب ولید چې لیلة القدر د ۲۱مې شپې سهار باران شوی و، نو څوک چې د لیلة القدر د موندلو اراده لري، نو په دې وروستیو اوه (۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، ۲۹) شپو ڪې ولټوي.

۲. د عبدالله بن انس رضي الله عنه حدیث:
په مسند احمد کې راځي چې رسول الله ﷺ فرمایلي:لیلة القدر ماته د رمضان په ۲۱مه شپه راڪړل شوه، خو بیا مې هېر کړل.
حاصل داچې لیلة القدر ثابت وخت نه لري، خو د احادیثو له مخې، دا د رمضان د وروستیو لسو شپو په طاق (فردي) شپو کې ده.
د ۲۱مې شپې احتمال زیات دی، خو دا حتمي نه ده، ځکه چې نبي ﷺ د ۲۳، ۲۵، ۲۷ او ۲۹ شپو ته هم اشاره کړې ده.
له همدې امله، مؤمن ته غوره دا ده چې په ټولو وروستیو لسو شپو کې عبادت ته خاصه پاملرنه وکړي، تر څو له لیلة القدر بې برخې نه شي.
ليکوال الشيخ بوطلحه التوحيدي

09/03/2026

که غواړئ چي د قرضونو او غمونو څخه خلاص سئ نو د رسول الله ﷺ په دغه نصیحت عمل وکړئ.
👇

دتوجو وړ👇
09/03/2026

دتوجو وړ👇

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلامي معلوماتوپاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category