زر تار

زر تار Genral

22/08/2024

د هر څه حد وي زندګۍ ظالمې بس دی کنه!
نور درته ټیټ شمه؟ سجدې وکړم؟ که څه وکړمه؟

#سعود

خوب وينم عالمه که يي څوک راکړي معناپروت يم سر مې ايښی د خپل يار په زنګانه
09/05/2022

خوب وينم عالمه که يي څوک راکړي معنا
پروت يم سر مې ايښی د خپل يار په زنګانه

29/04/2022

د یار مې چپي چپي مخ دی لکه مڼه کې چې لونګ ټومبلي وینه #ټپه
29/04/2022

د یار مې چپي چپي مخ دی
لکه مڼه کې چې لونګ ټومبلي وینه

#ټپه

ګل د ګلاب بوی د سنځلېسيوری د ولې څنګ د يار مزه کوينه #موسم
28/04/2022

ګل د ګلاب بوی د سنځلې
سيوری د ولې څنګ د يار مزه کوينه
#موسم

‏خدایزده ورغلې وه د کومې زوروې لاس تـه!بیګاه په چم کې غږېدلـه چمبــه وچـه وچــه!💃🙆‍♀️
27/04/2022

‏خدایزده ورغلې وه د کومې زوروې لاس تـه!
بیګاه په چم کې غږېدلـه چمبــه وچـه وچــه!
💃🙆‍♀️

بېګاه په نیمه شپه کې چیغه شوه چا یاده کړلېزه شــــرم نه لرمـه، زه ومــه مـا یاده کــــړلېد تودې غېږې سپینې خولې تمه دې ن...
26/04/2022

بېګاه په نیمه شپه کې چیغه شوه چا یاده کړلې
زه شــــرم نه لرمـه، زه ومــه مـا یاده کــــړلې

د تودې غېږې سپینې خولې تمه دې نه وه قسم
حقه روژه کې مې د خدای په رضا یاده کــړلې

شاعر

✌💔

دردونکې کیسه زه خویی وژړولمترپایه یی ولوليمور يې ډيره ورڅخه ناراضه وه، قصد يې وکړ چې پخلا يې کړي، له ځانه يې راضي کړي، و...
25/04/2022

دردونکې کیسه زه خویی وژړولم
ترپایه یی ولولي

مور يې ډيره ورڅخه ناراضه وه، قصد يې وکړ چې پخلا يې کړي، له ځانه يې راضي کړي، ور غږ يې کړ، اى مورې! نن ماښام به روژه ماتي ته څه پخوې؟
مور يې په جواب کې ورته وويل زهر درته پخوم، زوى يې په خندا ور غبرګه کړه چې ستا د لاس زهر هم ماته ډير محبوب دي او خوند راکوي، مور يې ورته وويل له مخه مې لرې شه! زوى يې ورته وويل سمه ده خو يوار وخانده، مور يې ورته وويل لاړ شه ما خپل کار ته پريږده، ځوى يې ورته وويل ای مورې دومره غصه او قهر!
مور يې ورته وويل نه غواړم چې مخ دې ووينم تر څو چې د مور او پلار سره زندګي او ګذاره زده نکړې، زوى يې ورته وويل سمه ده زه هم درڅخه مرور شوم أو نن روژه مات”افطار” هم نه درسره کوم.
زوى يې له کوره ووت تر څو چي يو قيمتي توکي پيداکړي او بيا خپل مورکۍ په خوشحاله کړي، ځکه چې دى پوهيده چي دامي د مور د زړه خبرې ندي بلکې د يو لږ وخت لپاره راته غصه شوې ده.
له دوه ساعته وروسته چې د روژه ماتې وخت هم نږدې شو، مورکۍ يې پر خپله لور غږ وکړ چي دسترخوان اوار کړه، او د خپل ځان سره يې وويل ” څومره غصه مې ورته وکړه، الله تعالى مې د ده د پښو له خاورو ځار کړي، او دده لپاره مې هم هغه خواړه تيار کړي دي چي دده خوښ دي، والله چي افطار، هم بغير له ده څخه خوند نه کوي.
لور يې ور غږ کړل، مورې دسترخوان باندې ډوډۍ کښيږدم. و افطار ته پنځه دقيقې پاته دي، مور يې ورته وويل هو، خو ورورته دې هم ټليفون وکړه! چي ژر راشي او افطار ته لږ وخت پاتې دى.او دا مه ورته وايه چي ما تاته ويلي چې ټليفون ورته وکړه. تر څو چې د مور په قدر پوه شي او بخښه و غواړي..
لور يې ټيليفون ورته وکړ خو د هغه موبايل د بند جواب وايي، مور يې وويل الله جل جلاله دي په سلامتي سره خپل کورته راولي..
وخت د آذان شو خو زوى يې رانغلو، مور يې روژه ماته کړه خو خپل په زړه کي وايې زما د سترګو توره او زما روحه پوهيږم چي وږى يې، الله ج مې دې سترګې وباسي چي ته مې خوابدی کړې.
ناڅاپه د ټلويزيون پر مخ باندې خبر ښکاره شو چې په کراده ” په بغداد کي يو ځاى دى” کښي چاودنه شوې، د مورکۍ زړه يې په درزا شو، د ډوډۍ ګوله يې په ستوني کې و دريده، بيا يې چيغه کړه. محمود” دا يې د زوى نوم وو.
خاوند يې ورته چي څه دي چي د محمود"محمود نعرې وهي؟ هغې ورته وويل چي محمود هم له کوره خوابدى وتلى داسې نه چې……
لس منټه وروسته يې پلار ته ټیليفون راغى او ورته ويې ويل. چې له خبرٙوٙنې دې بښنه غواړم د (محمود) دې الله جل جلاله شهادت قبول کړي..
مور يې وويل چي يا دا درواغ وايي هغه اوس راځي زما لاس مچه وي. او ما خوشحاله کوي.
پلار يې له کوره ووت تر څو چي د خبرې حقيقت معلوم کړي، کله چې يې حال معلوم کړ کورته يې ټيليفون وکړ او په ژړا ژړا يې ورته وويل چي محمود خو شهيد شوى دى.
د محمودمور ورته وويل ايا هغه ماته ويلي وو چې زه نن تا څخه خفه يم. روژه ماتی نه درسره کوم، هغه د خپلو ملګرو سره وتلى دى، ټيليفون يې خاموش کړ، مور يې چيغې کړې: اې زما روحه په والله چي نه يم درڅخه خوابدې، فقط ژوند دې غواړم، هر څومره بد و رد راته ووايه خو دغه مه را اوروه چي محمود شهيد شوى دى، زه درڅخه راضي يم، که ته راڅخه خوابدى يې. د خپل سر په قيمت دي خوشحاله کوم.
مور يې د شفاخانې په خوا روانه شوه. او هلته يې خپل خاوند د محمود پلار وليد، ور غږ يې کړل. چي محمود چيري دى؟ هغه ورته وويل چي په هغه خونه کې په خپلو وينو کي غرق پروت دى، مور يې ور منډه کړه او په وينو سور څادر يې وليد. چې پر زوى(محمود) يې غوړيدلى دى، څادر يې پورته کړ چي زوى يې شهيد پروت دى، مور يې ورته په ژړا کي وويل اى زما زړه زما روحه راشه روژه ماتی تيار دى، هغه خواړه مي تيار کړي دي چي تا غوښته، په دغه حالت کې د شفاخانې ډاکتر را داخل شو. چي په لاس کي يې د سرو زرو بنګړي دي او دا حروف پر ليکلي دي ” رضاکي همي يا أمي ” هغه يې ورکړ چي دا موږ ستا د(محمود) زوى سره پيدا کړي.
مور چې يې بنګړي وليدل چېغه يې کړه او خپل زوى ئي تر کمیس و نيوه أو ورته یې وویل چي لامې نوره هم سوځوې، اى د خپلې مور روحه الله رب العزت دې د بدر او احد په شهيدانو کې راپورته کړه، مابخښلى يې.
دا د يو عراقي کورنى واقعي حال وو...
الله جل جلاله دې د مسلمانانو پر حال رحم وکړي

شیر کړئ

منافق انسان د هګۍ مثال لري!په بیرون یو رنګ وياو د ننه دوه رنګه ويدروېش
28/05/2021

منافق انسان د هګۍ مثال لري!
په بیرون یو رنګ وي
او د ننه دوه رنګه وي
دروېش

‏پښې دې زما په پښو را کېږدهپه قــد وړه یې جــینۍ مــه کوه نــازونه #تپه
13/07/2020

‏پښې دې زما په پښو را کېږده
په قــد وړه یې جــینۍ مــه کوه نــازونه

#تپه

10/05/2020

زه وایم له سلو سجدو به هم بهتر وي دا
ناسته د مورکۍ سره یو ځای په روژه ماتي کې


Address

#16
Gardiz
2200

Telephone

0765652157

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when زر تار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share