21/06/2025
دا نن صبا چی کوم زيری د کوژدو او ودونو بلنلیکونه او فراغت غونډی مراسمو بلني په فيسبوک کی ښکته پورته کيږی خدای دی داسی زيری هم پکی خپاره کړی چی د دونيا ټولی مشهوری کمپنی زمونږ د وطن په امن باور وکړی راشی دلته سرمايه ګزاری وکړی بی انتها فابريکې او کار خونی جوړی شی افغانان خو پريږده همسایه ګان مو هم راسره بسيا کړی د نظام ټول ګډونوال د پاچا نه تر عسکره وطن ته لا ډير ژمن کړی ولس په نظام مين کړی د دولت حوصلي پراخی کړی خدایه اټم بم نه غواړو خو دومره پرمختګ افغانستان ته ورکړی چی بيا په ټول عمر مسافر نشی ډير کوچنی کلی مو دی خو د کلی اکثریت مشران او کشران مسافر دی هيڅ د ژوند په خوند پوه نه شول د ژوند څلورمه حصه يي په وطن وی نور په سفر کی او د ډيرو چټی چټی خلکو خبری هم تيروي