Salarzai Qawmi Ittehad Markazi Page

Salarzai Qawmi Ittehad Markazi Page Salarzai Qoum Ittehad Markazi page Organization Pakistan

خپل ګاونډي او په مونږ ګران مولانا نورالحق صیب ته پی ایچ ډی ډګري په خه ډول سر ته رسولو ده زړه ده تله مبارکی وایئو ده نورو...
22/05/2026

خپل ګاونډي او په مونږ ګران مولانا نورالحق صیب ته پی ایچ ډی ډګري په خه ډول سر ته رسولو ده زړه ده تله مبارکی وایئو ده نورو ډیرو کامیابیو په هیله چه ده وطن خاوری او قام په پرمختګ کښی به خپل کردار لوبه وی
زمونږ فخر یی مولانا صیب بریالی اوسی❤️🕊️

الحمدللہ، بچی بازیاب ہوچکی ہے۔ اس جدوجہد میں عوام کی آواز، دعاؤں اور سوشل میڈیا کے مثبت استعمال نے اہم کردار ادا کیا۔ ہر...
22/05/2026

الحمدللہ، بچی بازیاب ہوچکی ہے۔ اس جدوجہد میں عوام کی آواز، دعاؤں اور سوشل میڈیا کے مثبت استعمال نے اہم کردار ادا کیا۔ ہر اُس فرد کا شکریہ جس نے اس معصوم بچی کیلئے آواز اٹھائی۔

21/05/2026
سړی چی مړ شی کور په وران شی په بعضی خلقو باندی وران شی وطنونه۔🕊️💔"ملی شھید:ملک حاجی فضل کریم سلارزئی آف بارو (تمغه شجاعت...
21/05/2026

سړی چی مړ شی کور په وران شی
په بعضی خلقو باندی وران شی وطنونه۔🕊️💔
"ملی شھید:ملک حاجی فضل کریم سلارزئی آف بارو (تمغه شجاعت🏅)

د پښتونخوا د شهدو پۀ حواله د شېخ ګل بادشاه سره مرکه:-داؤد قيام س:- خپل تعارف راسره وکړئ ځ:- زما نوم شېخ ګل بادشاه دے او ...
21/05/2026

د پښتونخوا د شهدو پۀ حواله د شېخ ګل بادشاه سره مرکه:-
داؤد قيام

س:- خپل تعارف راسره وکړئ
ځ:- زما نوم شېخ ګل بادشاه دے او basically تعلق مې د باجوړ ناوګۍ سره دے
س:- تاسو څۀ کار روزګار کوئ؟
ځ:- مونږ د شهدو honey کاروبار کوو او تقریباً د اووۀ دېرش (۳۷) کالو نه د دغه کاروبار سره وابسته یو
س:- تاسو د شهدو کاروبار ته څنګه راغلئ؟
ځ:- ما وړومبي شروعات د زدکړو beakpong ( مچو پالنې) نه وکړل پۀ کال ۱۹۸۵ کښې، پۀ هغه وخت کښې مو د مچو څو پېټۍ واخستې او خپل شروعات مو وکړل
س:- دا محال پۀ څومره ملکونو کښې د شهدو کاروبار کېږي او ستاسو کاروبار د خپلې صوبې/ ملک پورې محدود دے کنه پۀ عالمي سطح هم کار کوئ؟
ځ:- کۀ زۀ ووايم نو پۀ ټوله نړۍ کښې د شهدو کاروبار کېږي او زمونږ کاروبار د نړۍ پۀ سطح دے او نن چې مونږ د شهدو پۀ دې مارکيټ کښې کاروبار کوو نو دا مارکيټ يواځې د پښتونخوا او پاکستان نۀ بلکې د ایشاء پۀ سطح د شهدو تر ټولو غټه منډهۍ ده
س:- پۀ پښتونخوا کښې دا وخت څومره خلق د شهدو پۀ کاروبار کښې روزي ګټي او کومو کومو ملکونو ته شهد لېږل کېږي؟
ځ:- دا وخت پۀ پاکستان کښې شپاړس لکھ (۱۶۰۰۰۰۰) خلق د دې کار سره وابسته دي او تقریباً پينځۀ دېرش زره د مچو فارمونه دي او تقریباً د دېرش زره ټن نه واخله تر څلوېېت زره ټن پورې شهد نورو ملکونو ته ليږي چې پۀ دغه ملکونو کښې زياتره عرب ممالک دي لکه سعودي عرب، امان قطر وغیره
س:- د شهدو د کاروبار بنيادي جرړې کومې دي يعنې دا کار څنګه کولے شي؟
د دې کار درې بنيادي اړخونه دي
۱) beakpong (مچو پالنه
۲) trading ( دوکانداري)
۳) expost ( برآمد)
س:- پۀ پښتونخوا کښې څو قسمه شهد پېدا کېږي؟
ځ:- پۀ پښتونخوا کښې تقریباً دوه ویشت (۲۲) قسمه شهد پېدا کېږي
س:- پاکستان ته د شهدو صنعت څنګه راغے او کله ئې پرمختګ وکړو؟
ځ:- کله چې پاکستان جوړ نو پۀ نولس سوه اتۀ څلوېښتم (۱۹۴۸) کښې پۀ اولني ځل پۀ پاکستان کښې د شهد د شهدو د مچو يوه تجربه وشوه چې د يورپ نه د فېصل اباد د زرعي ماهرينو پۀ نګرانۍ کښې يو نسل مچۍ راوړل شوې چې Apis melifra ورته وئيل کېده خو دغه تجربه ناکام شوه، بیا پۀ نولسوه دوه شپېتۀ کښې بیا داسې تجربه وشوه خو ناکام شوه، بیا پۀ نولسوه پنځه اوویا يم پۀ کشمير کښې دا تجربه وشوه خو دا تجربه هم د ناکامۍ سره مخ شوه، کله چې پاکستان ته افغان ريپوجس راغلل نو د UNCR دا خيال شوه چې دا خو غټه نقل مکاني وشوه ډېر خلق راغلل نو UNCR کوشش وکړو چې دې خلقو ته يو روزګار فراهم کړو او پۀ نولسوه يو کم اتيايم (۱۹۸۹) کښې د يورپ نه یو ځل بیا مچۍ راوړل شوې او د انټومالوجسټ ډيپارټمنت پۀ او پیښور يونيورسټۍ پۀ تعاون افغانانو ته د ټرېننګ سلسله روانه شوه او پاکستان د import نه د export درجې ته راغلو او مختللو هیوادونو ته مثلاً دوبۍ، سعودي عرب، کويت وغیره ته پۀ نولسوه نوي (۱۹۹۰) د شهدو export روان شو- او د افغانانو پۀ تعاون د شهدو زياتره ضرورتونه پوره شو- خو له بده مرغه تر دې دمه رياست دې کار ته د صنعت يا انډسټرۍ درجه نۀ ده ورکړې او دغه يواځې د وفاق ناکامي نۀ ده بلکې د صوبائي حکومت هم ډېره غټه ناکامي ده- زمونږ د خپله دا کوشش دے چې دا کاروبار د صنعت درجه اختيار کړي او زمونږ د ملک بې روزګاره male او female پۀ روزګار کړو او دې کاروبار ته ئې راولوـ
س:- پۀ پښتونخوا کښې څومره شهد پېدا کېږي؟
پۀ پښتونخوا کښې صرف district کرک پۀ کال کښې تقریباً د شپږ اربه روپو شهد مونږ ته راکوي او دغه پوټېنشل زمونږ پۀ هره ضلع کښې موجود دے، پۀ پاکستان کښې چې د شهدو پېداوار د دېرش نه تر څلوېښت زره ټن دے نو پۀ دې کښې د لسو نه تر پينځلس زره ټن پورې شهد پښتونخوا پېدا کوي او پۀ پاکستان کښې چې کوم شپاړسم لکھ خلق پۀ دې روزګار کښې لګيا دي نو پينځلس لکھ خلق د پښتونخوا دي يعنې %98 خلق د پښتونخوا سره تعلق لري
س:- د شهدو د مچو خاندان پۀ څو قسمه وي او عمرونه ئې څومره وي؟
ځ:- د مچو خاندان پۀ درې قسمه مشتمل وي يوې ته queen وئيل کېږي ځينې خلق ورته بادشاه/ ملکه وائي پۀ دويم نمبر کارکوونکې مچۍ ده پۀ دریم نمبر مچۍ ته تيار خور/ نر وئيل کېږي، د عمر پۀ لحاظ د ځینې مچو عمر د يوې میاشت نه تر درې مياشتو پورې وي د queen عمر د يو کال نه تر پينځۀ کاله پورې وي د ځينې مچو عمر پۀ هفتو باندې دے
س:- يوه مچۍ پۀ خپل ژوند کښې څومره شهد پېدا کوي او د دې د پاره څومره خواري کوي؟
ځ:- يوه مچۍ پۀ خپل ژوند کښې یوه نيمه کاشوغه شهد پېدا کوي او د ماهيرینو د وينا تر مخه د دغه شهدو د پاره د يو نيم لکھ ګلانو نه شهد چکر وهوي يعنې دغه شهد‌ ترې راټولوي او دومره مزل پسې کوي لکه د ټولې دنيا نه چې څلور ځل چکر وواهې
س:- کائنات ته د شهدو د مچو څۀ فائده شته؟
ځ:- بالکل کائنات ته د شهدو لويه فائده دا ده کۀ چرته د شهدو مچۍ نۀ وے نو د دنيا عمر به يو کال هم نۀ وے پاتي شوے ځکه چې pollination عمل د نر او مادي ګل د مچۍ پۀ زریعه کېږي
س:- دا وخت پۀ پښتونخوا کښې کوم قسم مچۍ دي او بهرنۍ مچۍ پکښې شته
ځ:- دا وخت پۀ پښتونخوا کښې څلور قسمه مچۍ دي
Apis cerana (وطني مچۍ) پښتونخوا خپل نسل
Apis Melifera. يورپی مچۍ
Apis dorsta لویه مچۍ/ ميداني مچۍ
Apis Florea غريزه مچۍ
س:- شهد يو لزیز خوراک دے خو د دې نه پرته دا پۀ کوم دوايانو کښې استعمالېږي يا کوم مريض ته ورکولے شي
ځ:- بالکل خداے پاک پۀ قرآن کښې وائي مفهوم ٫٫ پۀ دې کښې مونږ شفا ايښې د پاره د خلقو،، يا پۀ ابن ماجه کښې د نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم د حديث مفهوم دے چې ٫٫ د شهدو خوړلو سره نظر تېزېږي،، او د دې نه پرته پۀ جديد سائنس کښې هم پۀ دې بلها تحقيق روان دے او دا يواځې غزا نۀ بلکې د مختلفو مريضانو د علاج د پاره استعمالېږي، پۀ رشيا کښې چې کله هسپتال ته مريض راوړل شي او هغه پۀ ټوپک لګېدلے وي يا پۀ چاړۀ وغیره کټ شوے وي نو وړومبے ورله پۀ زخم د شهدو پټۍ راکاږي او بیا ورته نور علاج شروع کوي، دا يو انټي بېکټيريا څيز دے دا د ويښتو د پاره خپله او پۀ سکن د راښکلو د پاره خپله فائده لري، د جديد ريسرچ مطابق د بېرې شهد پۀ بدن کښې انسولين پېدا کوي
س:- پۀ پښتونخوا کښې کومې مچۍ پۀ ورکېدو دي؟
ځ:- پۀ پښتونخوا کښې دوه قسمه مچۍ پۀ ورکېدو دي
Apis cerana وطني مچۍ
چې د تاخانو مچۍ ورته هم وئيل کېږي او
Apis Florea غريزه مچۍ
س:- پۀ پښتونخوا کښې د کال پۀ کومو مياشتو کښې شهد پېدا کېږي يا پېدا کېدل ئې ممکن دي؟
ځ:- پۀ پښتونخوا کښې پۀ ټول کال کښې شهد پېدا کېږي او پېدا کېدل ئې هم ممکن دي پۀ نورو ملکونو کښې کالو سر امکان نۀ لري
س:- پۀ پښتونخوا کښې د کومو بوټو شهد مشهور‌ دي؟
ځ:- پۀ پښتونخوا کښې د شهدو زياتره پېداوار د پلوڅې دے بیا پۀ دويم نمبر د بېرې دے بیا شوه‌‌ ده بیا مالټا ده بیا شوتل دي بیا کريچے دے او داسې نور ډېر قسمونه
س:-د شهدو پۀ پېداوار کښې کمے د څۀ له وجې راځي؟
ځ:- د global warming يا ماحولیاتي الودګۍ او تودوښې له وجې پۀ مچو کښې ډېرې بيمارۍ پېدا کېږي او پۀ پاکستان کښې ئې هيڅ قسمه ډاکټر ريسرچ سنټر يا علاج نشته نو پۀ دغه وجه د مچو نسل د ختمېدو طرف ته روان دے او د شهدو پۀ مقدار کښې کمے راځي
س:- د ملک د بې روزګارۍ پۀ کمېدو کښې شهد کوم کردار لوبولے شي؟
ځ:- بالکل کوم هلکان يا جينکۍ چې د يونيورسټو يا مدرسو نه فارغېږي نو حکومت وخت له پکار دي چې دغه هلکانو او جینکو ته مچو پالنه وښايو او د روزګار زمينه ورته برابره کړو او د دې سره سره کومې ځنانه چې پۀ کورونو کښې ګډې بیزې يا چرګ چرګوړے ساتي نو پکار ده چې مونږ ورته مچۍ راوړو او مچو پالنه ورته وښايو او ورته ووايو چې تاسو خپلو شهدو له د وطن سره تړلے یو نوم کېږدئ او پۀ انلاين ماکيټنګ ئې هم څۀ نا څۀ پوهه کړو نو يو وخت به د دغه خلقو برنډ پۀ نړۍ کښې مشهور شي، او کوم چې NGOs يا نورې ادارې دي نو د هغې پۀ ترو دغه د کور دننه غريبانانو کونډو ښځو ته کم ازکم يو لاکھ روپۍ حکومت وخت ورکړي او شهد ورله پرې واخلي، او د شهدو د پاره مخصوص بوتلې کيلو، پاويز وغیره ورته هم واخستل شي او پۀ پوره طریقه کار ئې د ټرېننګ پۀ ترو پوهه کړي
س:- پۀ پښتونخوا کښې دا محال د شهدو کاروبار د کومو ستونزو سره مخ دے؟
ځ:- دا محال د پنجاب صوبائي حکومت غواړي چې لکه جم سټون انډسټري ټکسټائل یا د سپېرپاټ صنعت چې د پېښور نه پينډۍ ته شپټ کېږي روان دے هم دغه شان هغوي هلته د مچو د پاره ډېر لوے لوے پراجيکټونه جوړ کړي او غواړي چې د پښتونخوا نه د شهدو کاروبار هم پنجاب ته يوسي او مونږ ته د خپله هم دا وينا شوې ده چې پۀ اسلام اباد کښې د شهدو یو غټ مارکيټ جوړېږي او تاسو راشئ ځانله پکښې دوکانونه ونيسئ او وجه ئې دا ښائي چې دلته به سفارت کار ډېر پۀ آسانه راځي خو مونږ دا وايو چې نه دا دې صوبې صنعت دے او د دې صوبې خلقو د دې کار د پاره ډېر سټرګل تېر کړے دے، مونږ پۀ قامي ګوندونو غږ کوو چې څنګه عوامي نشنل ګوند د مائن اينډ منرل ايکټ د پاره struggle کوي هم دغه شان دې د شهدو د کاروبار د پاره هم غږ پورته کړي چې دا صنعت پۀ دې صوبه کښې برقرار پاتي شي او مونږ یو بل سره کښېنو او د دې کاروبار د پاره يو فلېن تشکیل کړو چې دا کاروبار د خېبر پښتونخوا نه لاړ نشي الله نۀ کړي کۀ دا کاروبار هم د دې صوبې نه لاړ شي نو دا به د دې صوبې د پاره د ډېر نقصان سبب وګرځي-
پۀ پښتونخوا کښې د شهدو کاروبار ته کومې ستونزې رامخې ته دي
ځ:- د پاکستان نه تقريباً اووۀ سوه کنټينره شهد نورو ملکونو ته export کېږي او پۀ دغه کښې د ټولو نه لوے کردار د افغان ريپوجس دے چې دا کار د دوي پۀ برکت پۀ پاکستان کښې د انډسټرۍ درجې ته راؤرسېدو خو اوس د پاکستان حکومت دغه خلق د ملک نه اوباسي مونږ د صوبائي او وفاقي حکومت پۀ نوټس کښې دغه خبره راوستل غواړو چې دغه اکسپرټ خلقو د قانون تر مخه محلت/ کاروباري ويزې ورکړل شي چې د هغوي خپل کاروبار هم خراب نشي او پۀ مجموعي صنعت هم بده اغېزه ونۀ شي
س:- پۀ نړۍ کښې کومه ورځ د مچو عالمي ورځ لمانځل کېږي او پۀ پاکستان کښې چرته دغه ورځ لمانځل شوې؟
ځ:- پۀ نړۍ کښې ۲۰ مئ د مچو عالمي ورځ لمانځل کېږي او پۀ پاکستان کښې به مخکښې دغه ورځ نۀ لمانځل کېده البته اوس شپږم کال دے چې زمونږ د يونين
All Pakistan beekeepers traders and honey exporters association
پۀ برکت دغه ورځ لمانځل کېږي خو بیا هم د حکومت توجه دغه اړخ ته نۀ راګرځي او مونږ د صوبائي حکومت سره سره پۀ وفاق په غږ کوو چې پۀ راتلونکي کښې د دغه ورځ د لمانځلو د پاره باقاعده هدايات جاري کړي
س:- مونږ څنګه کولے شو چې د شهدو د پاره يو اګاهي مهم وچلو چې د حکومت سره سره پکښې عام وګړي هم برخه واخلي او د شهدو صنعت ته وده وکړي؟
ځ:- کۀ چرته د حکومت پام لرنه دې کار ته راوګرځي نو چې اوس شپاړس لکھ خلق پۀ دې صنعت کښې کار کوي نو دغه شمېره پنځوسو لکھو ته رسېدے شي، د ملک چې کوم څلوېښت زره ټنه پېداوار دے دا اتيا زره ټن ته رسېدے شي خو د دې د پاره دوه بنيادي اقدامات پکار دي
۱) د ځنګلونو چې کوم مهم روان وي يا کومې ونې چې کرل کېږي نو پکار ده چې د هرې ضلعې پۀ سطح پۀ نرسرو کښې داسې ونې کرل پکار دي چې پۀ هغې کښې beplora وي لکه بېره، شوه، لاچي، پلوسه وغیره
۲) پۀ حکومتي سطح میلې جوړې شي او مونږ ورته شهد راؤړو او خلق پۀ دې مهم پوهه کړو او د دې سره سره پۀ پوهنتونونو، مدرسو او د جومات پۀ ممبر کښې هم پۀ باقاعده توګه د دې د پاره اګاهي مهم پکار دے او پۀ هر فلېټ فارم باندې چې مونږ پۀ باقاعده توګه ورک شاپونه او سمينارونه وکړو او خلقو ته دغه پیغام ورسوو چې شهد د لزیز خوراک او صحت سره سره د ملک پۀ اکانومي کښې هم غټ کردار ادا کوي، د مچو ټرېننګ سنټرې پکار دي.

سکول تہ زم. راپسی راشہکہ چرتہ مڑ وم بیا می راوڑہ کتابونہ.😭،
21/05/2026

سکول تہ زم. راپسی راشہ
کہ چرتہ مڑ وم بیا می راوڑہ کتابونہ.😭،

باجوڑ ماموند شاہی تنگی میں نامعلوم ڈرون سے معصوم سکول بچوں کی شہادت انتہائی افسوسناک اور دل دہلا دینے والا سانحہ ہے۔ یہ ...
21/05/2026

باجوڑ ماموند شاہی تنگی میں نامعلوم ڈرون سے معصوم سکول بچوں کی شہادت انتہائی افسوسناک اور دل دہلا دینے والا سانحہ ہے۔ یہ واقعہ سیکیورٹی اداروں اور حکومت کی کارکردگی پر بڑا سوالیہ نشان ہے۔ نہتے بچوں کا خون بہنا کسی صورت قابلِ قبول نہیں۔ ہم اس ظلم کی شدید مذمت کرتے ہیں۔ آخر کب تک پختون بیلٹ خوف، خونریزی اور بے گناہ جانوں کی قربانی دیتی رہے گی؟

عابد خان سلارزئی باجوڑ

21/05/2026

ریاست نے اگر 48 گھنٹے میں پختون بچی کوو کچے کے ڈاکو سے ازاد نہ کرایا تو ھم جنوبی پشتونخواہ سے نوجوانوں کا مسلح لشکر لے کر کچے کے ڈاکوو سے اپنے بچی کو بازاب کراکر اینگے یا ووھی مرینگے جنوبی پشتونخواہ نوجوانان

اظہارِ تعزیت۔!!ہم ان بہادر پولیس اہلکاروں کی شہادت پر دلی رنج و غم کا اظہار کرتے ہیں۔ ہماری ہمدردیاں، دعائیں اور تعزیت ا...
18/05/2026

اظہارِ تعزیت۔!!
ہم ان بہادر پولیس اہلکاروں کی شہادت پر دلی رنج و غم کا اظہار کرتے ہیں۔ ہماری ہمدردیاں، دعائیں اور تعزیت ان کے اہلِ خانہ کے ساتھ ہیں۔ اس دکھ کی گھڑی میں ہم دونوں خاندانوں کے غم میں برابر کے شریک ہیں۔

یہ سانحہ نہ صرف متاثرہ خاندانوں بلکہ پورے باجوڑ سالارزئی کیلئے ایک انتہائی افسوسناک اور دلخراش واقعہ ہے۔ شہداء کی قربانیاں ہمیشہ یاد رکھی جائیں گی۔ اللہ تعالیٰ مرحومین کو جنت الفردوس میں اعلیٰ مقام عطا
فرمائے اور لواحقین کو صبرِ جمیل دے۔ آمین۔ 🤍
منجانب: مرحوم چیئرمین حاجی سرتاج خان کے بھائی چیئرمین عمران خان

Address

Pashat Bajur Salarzo Sadinzai Madakzai
Bajauri Koruna
18650

Telephone

+923205007805

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salarzai Qawmi Ittehad Markazi Page posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Salarzai Qawmi Ittehad Markazi Page:

Share