دهلمندولایت دعدلی ریاست دحقوقی مرستو امریت

دهلمندولایت دعدلی ریاست دحقوقی مرستو امریت we want to see the people of helmand province fighting for there lifes

30/04/2016
24/04/2016

لومړى فصل

لومړى مبحث

تعريف :

الف ) د ميراث د علم تعريف: ميراث يوه عربي کليمه ده او د (( وَرٍثَ )) مصدر دى، لکه چې ويل کيږي : وَرٍثَ فلان آباهُ ورثاً و وٍٍرَاثۀُ وارثاً وميراثاً.له همدى امله دا دواړه کليمې ارث او ميراث د يو مفهوم لپاره استعماليږي.
ميراث په لغت کې دوه مفهومه لري .
١- بقاء پايښت او ثبات : له همدي کبله دالله تعالي له نومونو څخه يو نوم وارث دى ((وَاِنا لنَحنُ نُحيٍي وَنُمِيتُ وَنَحنُ الوارثُونَ )) الحجر٢٣
ژباړه : او بيشکه مونږ خامخا هم دا مونږ ژوندي کول او هم وژل کوو او هم دا مونږ وارث باقي پاتي کيدونکي يو(پس له فنا د عالميانو هم)
١- له يو شخص څخه بل شخص ته د يو مادي يا معنوي شي د انتقال په معنا:نود همدي مفهوم پر بنياد يو بل کس ته د متوفا د مال او دارايې انتقال ته ميراث وايې.
دميراث اصطلاحي تعريف د اسلامي فقهي له مخې : دميراث علم چې دفقي په کتابونو کې د فرايضو د علم په نوم هم ياديږي ،د رياضي او فقي قواعدو د مجموعي څخه عبارت دى چي د هغې په وسيله د وارثينو برخه د متوفا له ترکې څخه معلوميږي.
يا : د مړي څخه دهغه ژونديو وارثانو ته د ملکيت انتقال ته ميراث وايې برابره خبره ده چې متروکه مال وي که عقاروي او که دشرعي حقوقو څخه کوم حق.
ب) د ترکې پوري اړوند حقوق :
د ترکې تعريف : هرهغه څه چې د متوفا څخه پاتې کيږي په لغت کې ورته ترکه يا متروکه ويل کيږي او په اصطلاح کې هغه اموال چې يو شخص يې د خپل مرګ څخه وروسته پريږدي د جمهورو فقهاوو په نزد ورته ترکه ويل کيږي،خو چې د بل چا حق ورپورې تعلق ونه لري.
د متروکې څخه په لاندې ډول تاديه کيږي:
١- له کموالي او زياتوالي څخه پرته د مړې دامثالو په شان دهغه تکفين او تجهيز.
تجهيز : د هر هغه کار څخه عبارت دى چې مړى ورته د وفات د وخت څخه د ښخيدلو تروخته پورې ضرورت لري،چې هغه د مړي د مينځلو،(غسل ) کفن ، ښخولو او ټولو هغه شيانو لګښتونه دى چې په اخري تم ځاى( قبر) کې د مړي د ايښودلولپاره ضروري دي دا لګښتونه د مړي د غريبۍ او بډايې او د هغه د نارينتوب او ښځينه توب د حالتونوپه اختلاف سره توپير لري.
٢- دمړي هغه پورونه ورکول چې د مړي په ذمه باندې ؤ.
تر هغه وخته پوري چې د مړي پورونه نه وي وکړل شوي ترکه د وارثينو په مينځ کې نه تقسيميږي. د مړي هغه پورونه ورکول کيږي چې د مړي په ذمه باندي ؤاو د بنده ګانو له جملي څخه يې غوښتونکې موجود وي (ديون العباد)نو د پيغبرصلي الله عليه وسلم ددي وينا په اساس چې (( نفسُ المؤمنٍ مُعلَقَه بِدَينِهِ يُقضى عنه رواه احمد ))ژباړه : دانسان روح تر هغه معلق وي تر څو چې يې پور ادا نکړاي شي .

the logo of islamic republic of Afghanistan
14/02/2016

the logo of islamic republic of Afghanistan

the logo of ministry of justice
14/02/2016

the logo of ministry of justice

06/02/2016

د جزا قانون د 28 مادې لومړۍ فقره:
شخص له هغه جرم نه چې د جرمي عمل نتيجه يې نه وي مسؤل نه دی.

06/02/2016

د مدني قانون پېژندنه!!!
د افغانستان مدني قانون په 1355 هجري لمريز کال کې نافذ شوی دی چې دا مهال هم پلی کيږي.
دغه قانون 2416 مادې لري چې مدني مسائل لکه شخصيه احوال، ميراث، تعهدات، حقوقي اعمال او پېښې، د ملکيت پورې اړوند او داسې نور مسائل يې تنظيم کړی

06/02/2016

د افغانستان د جزا قانون پېژندنه!!!
دغه قانون په ۱۳۵۵ هجري لمريز کال کې نافذ شوی دی، دوه کتابونه او ۵۲۳ مادې لري، لومړی کتاب يې د عمومي جزا د حقوقو پورې او دويم کتاب يې د اختصاصي جزا حقوقو پورې اړه لري. د خپل وخت يو جامع قانون و، اوس هم نافذ ذی خو تعديل او زياتولو ته اړتيا لري.

30/01/2016

we are waiting for your feed back

Address

HELMAND PROVINCE
Laskar Gah
0093

Telephone

+93706292368

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دهلمندولایت دعدلی ریاست دحقوقی مرستو امریت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share