24/11/2022
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ{۱۶۷}
ټکي په ټکي ژباړه:
وَإِذْ تَأَذَّنَ(او کله چې اعلان وکړ)رَبُّكَ(رب ستا)لَيَبْعَثَنَّ(هرومرو به مسلط کېږي)عَلَيْهِمْ(پر هغوی)إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ(تر ورځې د قيامت پورې)مَنْ(هغه څوک)يَسُومُهُمْ(چې رسوي به هغوی ته)سُوءَ الْعَذَابِ(بد عذاب)إِنَّ رَبَّكَ(بېشکه رب ستا)لَسَرِيعُ الْعِقَابِ(هرومرو چټک عذاب والا)وَإِنَّهُ(او بېشکه هغه)لَغَفُورٌ رَحِيمٌ(هرومرو بښونکی او مهربان دی).
روانه ژباړه:
او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې هرومرو به پر دوی د قیامت تر ورځې پورې داسې څوك مسلط كوي چې دوى ته به بد عذاب رسوي، بېشكه چې ستا رب هرومرو چټک عذاب والا او بې درېغه بښونکی او مهربان دی.