10/02/2021
(د تحقيق او تعقيبي څارنوال کړنه)
د جزايي دعوې حفظ يا د اقامې نه لزوم قرار: د عمل په ميدان کې اکثره وخت تحقيق څارنوال د دې کړنې سره مخ وي, تعقيبي څارنوال هم کولی شي چې له دې کړنې څخه استفاده وکړي, تعقيبي څارنوال هغه وخت کولی شي چې کله يو شخص بې ګناه وي, د الزام دلايل موجود نه وي اما بيا هم تحقيق څارنوال مسول کړي وي او اتهامنامه يې پرې ليکلي وي. تعقيبي څارنوال کولی شي چې د تحقيق څارنوال نظر تائيد نکړي او د شخص په نه مسوليت قرار وليکي.
حفظي قرار او د نه مسوليت قرار د تحقيق څارنوال کړنه ده تحقيق څارنوال هغه وخت کې حفظي قرار ليکي چې کله جرم صورت نه وي نيولی,قاتل مړ شوی وي, موضوع مرور زمان لاندې راغلی وي,. تحقيق څارنوال د نه مسوليت قرار هغه وخت ليکي چې کله د مظنون پر وړاندې د الزام دلايل پيدا نکړي.
د عمل په ساحه کې د تحقيق څارنوال او تعقيبي څارنوال پورته کړنه د حفظي قرار, د اقامې نه لزوم قرار او د دروېشتمې فورمې په نوم يادېږي او ټول څارنوالان يې په همدغو نومونو پېژني.
ليکوال او مدافع وکيل حسيب الله عظيمي