سیدکمال شریفی Sayed Kamal Sharifi

سیدکمال شریفی Sayed Kamal Sharifi په خپلو وړتیاوو مو نړۍ وشرنګوئ!

 !✓ {"فَمَنِ اتَّبَعَ هُدايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشقى }څوک چې زما هدایت تعقیب کړي، نه به ګمراه شي او نه به بدمرغه شي؛✓ {و...
06/01/2026

!

✓ {"فَمَنِ اتَّبَعَ هُدايَ فَلا يَضِلُّ وَلا يَشقى }
څوک چې زما هدایت تعقیب کړي، نه به ګمراه شي او نه به بدمرغه شي؛

✓ {ومَن أعَرَضَ عن ذِكرىِ فإنَ لهُ مَعِيشَهً ضَنكُا ". }
چاچي زما له امر څخه سرغړونه وکړه تنګ ژوند به ولري.

 !د جمعه مبارکه شپه را روانه ده؛ په خوږ نبي محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندې مو درود شریف هیر نشي.
17/07/2025

!
د جمعه مبارکه شپه را روانه ده؛ په خوږ نبي محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندې مو درود شریف هیر نشي.

🌸 دا ګرمې ورځې،او مومنانو ته اوبه ورکول؟!🔹امام قرطبي رحمه‌الله لیکي چې ځینو تابعینو ویلي دي:🔸څوک چې ګناهونه یې ډېر وي او...
02/07/2025

🌸 دا ګرمې ورځې،او مومنانو ته اوبه ورکول؟!

🔹امام قرطبي رحمه‌الله لیکي چې ځینو تابعینو ویلي دي:

🔸څوک چې ګناهونه یې ډېر وي او هېڅ لاره او چاره نه لري،نو خلکو ته دې اوبه ورکړي؛الله تعالی هغه چا ته چې یو سپي ته یې اوبه ورکړې وې،بخښنه وکړه،نو څنګه به د هغه چا ګناه ونه بښي چې یو مسلمان ته اوبه ورکوي!

🔹 رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم فرمایلي دي:«أفضلُ الصدقةِ سقيُ الماءِ» (النسائي) یعنې: تر ټولو غوره صدقه او احسان، خلکو ته د اوبو ورکول دي.

 !{سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ} اعراف ۱۴۶هغه کسان چې په ناحقه په ځ...
28/06/2025

!

{سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ} اعراف ۱۴۶

هغه کسان چې په ناحقه په ځمکه کې تکبر کوي،ژر به یې له خپلو آیتونو محروم کړو.

🔹دسلفو صالحیونو څخه یوکس ویلی:علم خجالتی او متکبر کس ته نه رسیږي.

🔸 بل ویلي دي:چا چې د علم زده‌کړې لپاره د یو ساعت صبر ونه شو زغملی،هغه به د تل لپاره په ذلت او ناپوهۍ کې پاتې شي. [تفسیر ابن کثیر:(۲/۲۳۷)]

📚 تفسیر عون المنان:(۸۹۶/۱۲)

 !یو عالم وایي چې د غمونو د لرې کولو او ګناهونو د بخښلو یوه وسیله په پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ویل دي،او د جمعې په ...
29/05/2025

!
یو عالم وایي چې د غمونو د لرې کولو او ګناهونو د بخښلو یوه وسیله په پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ویل دي،او د جمعې په ورځ یې اغیز ډیر وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ته چې غوښتل یې پر هغه درود ووایی،وفرمایل:«په دې صورت کې به ستا اندېښنې له منځه لاړې شي،او ګناهونه به دې وبښل شي»
[صحیح سنن ترمذي: ۲۴۵۷]

دعا های از بین بردن غم واندوه

29/05/2025

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
قسم په هغه ذات چې زما روح يې په واک کې دی، تاسې به خامخا امر بالمعروف کوئ او نهې عن المنکر به کوئ او يا خو به الله تعالی له خپل طرفه په تېزۍ سره عذاب درباندې راولي، بيا به تاسې الله تعالی ته دعاګانې کوئ، خو نه به قبلېږي.
رواه الترمذي

 !په تاریخ کې به داهم ولیکل شي، چې عربو مشران د ملیاردونو ډالرو په ورکولو سره د خپل ارباب (ترمپ) لعین د راضي کولو په هڅه...
25/05/2025

!
په تاریخ کې به داهم ولیکل شي، چې عربو مشران د ملیاردونو ډالرو په ورکولو سره د خپل ارباب (ترمپ) لعین د راضي کولو په هڅه کې وو.
اما فل/سط/یني ګلالي ماشومان یې د سترګو په وړاندې د لوږې، قحطی او بندیزونه له امله مړه کیدل!

دالله تعالی لعنت د پر ظالمانو و منافقانو وي.

یا الله زړونه څنګه نه چوي...!سعودی عربستان ټرمپ ته سل ميليونه ډالر په تحفه کې ورکړل او قطر ورته دڅلویښت کروړه ډالرو قیمت...
17/05/2025

یا الله زړونه څنګه نه چوي...!
سعودی عربستان ټرمپ ته سل ميليونه ډالر په تحفه کې ورکړل او قطر ورته دڅلویښت کروړه ډالرو قیمت لرونکی د نړۍ تر ټولو قیمتی محل نما طیاره په تحفه کښی ورکړه!
اما بل طرف د خوراک نړیواله اداره وایی چې په غزه کې پنځه لکه فلسطینی وګړي د لوږی د لاسه د مرګ سره مخامخ دی.

 #عرباتِ____جدعون 😡اسراییلو په غزه کې د (عرباتِ جدعون) په نوم عملیات پیل کړل یعنې د غزې بشپړ له مینځه وړل!!!په غزه باندي...
17/05/2025

#عرباتِ____جدعون 😡

اسراییلو په غزه کې د (عرباتِ جدعون) په نوم عملیات پیل کړل یعنې د غزې بشپړ له مینځه وړل!!!

په غزه باندي د نړۍ د تاریخ تر ټولو خونړی بمبار روان ده، (مستشفي الاندونیسي) روغتون کې جسدونه او ټپیان یؤ ځای پراته دي، نن شپاړسمه ورځ ده چې غزه له ټولو اطرافو محاصره ده، په دوکانونو کې پاتې ذخیره هم په ختمیدو ده، د غزې مسلمانان هیڅ خوراکې مرستې ته لاس رسې نلري

د غزې ژورناليست انس الشريف له دغه تصویر سره ليکلي!!!

د نړۍ بې حِسه مسلمانانو :
په ورځ د محشر به زموږ وينې او قرآن پر تاسې شاهدان وي😭

✍🏻: نجیب اللّٰه عادل

17/05/2025

!

"يُفقد الحياء والدين عند بعض الحكام العرب وماتت ضمائرهم ووجدانهم."
انا لله وانا اليه راجعون
د اکثرو عربو حکامو څخه حياء او دين ورک شوي ضميرونه او وجدانونه يې مړه شوي.
افسوس صد افسوس غلامي هم حد او اندازه لري.

الحمدلله علی نعمة الإسلام و النظام الشرعی والحکام المهتدین والصالحین !

Address

پلان سوم
Ghazni

Telephone

+93777747048

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سیدکمال شریفی Sayed Kamal Sharifi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category